fbpx
روسي ځواکونه په سوریه کې

روسان د داعش د خطر په پلمه په افغانستان کي بيا د مداخلې په لټه کي دي

عبدالمالک همت

روسان په نړۍ کي يوازينی قوم دی چي په سرټمبه ګۍ او سرناخلاصۍ مشهور دی. دوی پر دې سر بيره چي د روسيې او د هغې د شاوخوا هيوادونو د مسلمانانو سره يې له وحشيانه ظلمونو ډکي تاريخي دښمنۍ او جفاوي کړي دی، زموږ د ګران هيواد افغانستان او زموږ د پتمنو خلکو د خپلواکۍ، پرمختګ او هوسايۍ لومړۍ درجه دښمنان دی. دوی زموږ هيواد د ډېر مهال لپاره تر خپله شومه سيطره لاندي، زموږ د کورنيو دښمنانو او خپل چاروکو واکمنانو په توافق له پرمختک څخه ګوښه ساتلی وو. بيايې زموږ پر همدې وروسته پاته ساتل سوي هيواد وحشيانه تېری وکړ. لکه چي ټول پوهيږو دوی دلته هغه جنايتونه وکړه چي په نړۍ کي يې لږ ساري ليدل سوي دي. تر دې اوسه چي زموږ په هيواد کي هر څه بدبختۍ رواني دي او دا د وينو حمام چي دلته جاري دی د دې ټولو بنسټ د دغو تېري کوونکو جنايتکارانه تېری او د افغانانو سره د دوی نابرابره او ځناورانه جګړه ده.

کله چي دغه جنايتکاران زموږ له هيواد څخه په ماته ووتل موږ ته يې يو ضعيف او جګړه ځپلی او له هره پلوه بې وزله او پر تتۍ پروت هيواد را پرېښود. د دوی په وړاندي زموږ مجاهدين خدای خوار کړل، خو سبب يې دوی وه. د دوی او د دوی د لاسپوڅو د پټو او ښکاره توطئو او ډول ډول دسيسو له امله زموږ مجاهدين سره سر او کړکۍ سول او هغه وحشتونه يې وکړل چی دوی او د دوی ورثه وي زموږ خلک به يې پيغور ورکوي.

دغو روسانو د مجاهدينو په خپلمنځي جګړو کي ډېر لوی اغېز او لاس درلود. زموږ د هيواد کورني دښمنان يې ملاتړ کول او اکمالول او تر دې ننه يې هم تر شا ولاړ دي.

د غو تېري کوونکو زموږ تقريباً دوه ميليونه وکړی شهيدان کړل او په ميليونونه نور د دوی د ظلمونو له امله له خپل کور او کهوله پردو ملکونو ته لالهانده سول، چي تر اوسه يې زياته برخه په پردو هيوادونو کي د جلاوطنۍ ترخې شپې ورځي تېروي.

د دوی تېری او نيواکي جګړه لامل سوه چي زموږ هيواد او خلکو ته د مغرضو پردو د غرض او مداخلو لاسونه خوشي سي. دلته چي امريکې د ځان لپاره د تېري زمينه مساعده وليدل پر دې جګړه ځپلي او خوار هيواد يې لوڅ لغړ تېری وکړ، دا اوولس کاله کيږي چي امريکا د ناټو دغړو هيوادونو په شمول دلته جنګيږي، پاکستان، هند، ايران او نورهم دلته په دې خړو اوبو کي خپل کبان نيسي.

اوس چي روسان د شوروي د مهال د کاجي بې د پخواني کارمند پوتين په سرلاري څه ځواکمن سوي دي، بيا يې سرونه راپورته کړي دي. لومړی يې په اوکراين کی مداخله وکړه، کريميه يې ځني بېله کړه او تر اوسه د اوکراين خلک د دوی له لاسه ناکراره او په جګړو او تاوتريخوالو اخته دي.

بيا يې په سوريه کي جګړې ته ورودانګل او دا څو کاله کيږي چي دوی او امريکايانو هلته د جګړې اورونه بل کړي دي او د سوريې دغه اسلامي هيواد يې چي  يو مهال تر ډېره د اسلام  پلازمېنه او تر اوسه د اسلام له لويو علمي، فرهنګي او تاريخي مراکزو څخه باله سي، لوټه لوټه کړ. اقتصاد، لرغونی اسلامي مدنيت او فرهنګ او بې دفاع خلک او هر څه يې ور پوپنا کړل.

روسان، ايرانيان او د لبنان حزب الله ډله هلته پر سوريه باندي د منګولو ښخوونکي طاغي او ظالم بشار اسد په ملاتړ سوريه ورانوي او خلک يې وژني او امريکا د خپلو جاسوسانو او ځيره خورو په ملاتړ لګيا ده چنګيزي ورانۍ  او مرګ ژوبلي کوي. هلته د روسانو په مداخله سره نه بشار اسد ته څه ګټه ورسېده او نه د هغه ځای خلکو ته. بلکي هلته جګړه او وراني او شخړي ورځ تر بلي نوي اړخونه پيداکوي.

د روسانو بل تارګيټ زموږ ګران هيواد دی. څنګه چي دلته ډول ډول ګډودۍ رامنځ ته سوي دي، نو دوی غواړي چي په دې باد او بدمه کي د نورو هيوادونو ترڅنګ خپله ونډه ولري، او څه موخي چي لري تر سره يې کړي. دې چاري ته د رسېدو لپاره دوی وايي چي امريکايان په افغانستان کي داعشيان ځای پر ځای کوي او تقويه کوي، څو له دغه هيواده په روسيه کي تروريستي اعمال تر سره کړي. په دې دليل دوی ډول ډول درواغجن تبليغات کوي. کله د کابل د ادارې سره پټ او ښکاره تماسونه نيسي او کله د ايران، پاکستان او نورو سره اړيکي پالي. پر دې سربېره زموږ په هيواد کي د سولي راوستو لپاره هم منډي ترړي وهي؟! (عجبه ده ميره مي نه ليدل تر مور مهربانه). هغه خلک چی دا ګرده بدبختۍ دوی راپېښي کړي دي اوس زموږ په هيواد کي سوله غواړي؟؟

روسانو ته د داعش د خطر خبره هسي يوه پلمه ده. داعشيان که په عراق کي دي، که په سوريه کي او که په افغانستان کي نه په امريکا کي چاته څه خطر پېښوی او نه په روسيه کي، هغوي که خطر وي همدغو درو هيوادونو ته دي. هو ! که دغه دوه هيوادونه په عراق، سوريه او افغانستان کي پوځي تېري او تحرکات ولري طبعاً به داعشيان پر دوی هم مخ ور اړوي. دادي کلونه تېر سول په امريکا او روسيه کي د داعش ملموس فعاليت چا ونه ليد او په راتلونکې کي به يې هم ونه ويني، ځکه د داعشيانو د فعاليت مراکز چيري دي او امريکا او روسيه چيري دي؟ بل داعشيان ورځ په ورځ ضعيف کيږي او په خلکو کي يې محبوبيت صفر ته تقرب کړی دی. نو داسي يوه مخ پر زوال ډله څنګه روسانو ته لوی خطر ايسي؟ بله داچي روسان او شاوخوا هيوادونه يې د نړۍ والي جګړې په کچه له ځانونو دفاع کولای سي، نو د داعش د دې مخ پر ماته ډلي څخه ولي دونه وېريږي؟

اصلاً له دې ټولو خبرو څخه هدف دې ته لار برابرول دي چي په اوسنيو شرايطو کي روسان زموږ په هيواد کي د سوريې په شان د امريکايانو ترڅنګ په جګړه کي ونډه ولري او عين حالت چي پر سوريه حاکم دی دلته هم حاکم کړي، څو په دې توګه د افغانستان جګړه يوه بشپړه نيابتي او اوږده جګړه سي او د سولي خبري يې د فلسطين او سوريې د سولي د خبرو په شان اوږدې، ستومانونکي او کشاله داري سي. دا خبره هم ده چي په دې وروستيو کي د امريکې او پاکستان تر منځ ناندريو هم د پاکستان پوځ اړ ايستلی دی چي د روس او چين سره يارانه ټينګه کړي. په دې اړه پاکستان ډېر کار کړی دی. ښايي پاکستان هم روسان هڅوي چي په افغانستان کي د امريکايانو سره مخامخ سي.

ښه نو چي داسي ده موږ ته څه په کار دي؟ د روسانو سره ملګرتيا؟ نه، نه ! دا سياسي ځان وژنه ده او د ګران هيواد د دې اوږده رنځ نور اوږدېده. دلته که د داعش شتون وي او که د امريکايي پوځيانو شتون چاره يې داده چي ټولو پرديانو ته نه وويل سي. اوس حالات داسي راغلي دي چي په خپله د افغانانو ترمنځ د امريکايي پوځيانو د ايستلو لپاره په جرئت او سياسي هوښياري سره د خبرو ور پرانيستل سي. کله چي د امريکايي پوځيانو پر وتلو د افغانانو توافق راسي، نوري خبري بعدي خبري دي او که خدای سبحانه وتعالی کول آساني به سي.

دا دی د يوه سپین ږيري افغان په توګه زما څرګندوني او بې له مصلحته نور هيڅ غرض پکښي نه لرم.

قال الله تعالی:

﴿ قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (88) ﴾[هود : ۱۱: ۸۸].

ژباړه: شعیب خپل قوم ته وويل:”ای زما قومه ! ماته خبر راکړئ چي که زه د خپل پالونکي له لوري پر يوه روښانه دلیل ولاړ يم او هغه په ځانګړې توګه له خپله لوري ماته ښه روزي راکړې وي (زه بیا ستاسي پرناسمو لارو باندي څنګه  ولاړ سم؟) او زه هيڅکله دا نه غواړم چي له کومو خبرو څخه چي تاسي منع کوم د هغو په تر سره کولو کي په تاسي پسي ولاړ سم. زما موخه زما د وس تر پولي له سمون  (اصلاح) پرته بل څه نه ده. او پر دې چاره باندي زما برلاسی او توفيق هم د الله (په مرسته) دی، مايوازي پر هغه باندي (زما په ټولو چارو کي) توکل کړی دی او په هره معامله کي هغه ته ورګرځم“.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اسلام عليكم زماپه اند روس كه مرض هم ونيسى اويا ليونى هم شي خوبيا به دا حماقت تكرار نكي چى افغانستان ته دى عسكر وليگي. اوكه داسي فكر وكو چي كه نن امريكاووتله نو بل يو به بيا را ميدان ته شي نو هغه به هم زان خراب كي.د١٧ كلومخكي امريكا أودنن امريكا تر روس زوروره وه او ده، اودبريژنف دوخت د كمونستي نظام كش و فش أو دا چى ويل كيده به چي روس داسي دى لكه پيل چي چيري يي پخه كيخوده نو بيا سوك يي نشي ايسته كولاى خو په دى غيرتي هيواد كي د پيل باد… نور لوستل »