fbpx

پخوانی یهود او بيا نامتو مسلمان مفکر علامه محمد اسد

عبدالمالک همت

نامتو مفکر علامه محمد اسد رحمة الله عليه په تېره پېړۍ کي يو ستر نوى مسلمان سوى عالم وو. د هغه لومړنى نوم ليو پولډ وئيس (Leopold Weiss) وو. په ١٩٠٠ع. کال د اتريش د ليوو( Livow په يوه يهودۍ کورنۍ کي ( د يهودو د فقهي ښوونکو ملايانو ) په کاله کي وزېږېد. ( اوس ليو په پولينډ کي شامل دى ). نيکه يې يهودى ملا او پلار يې مدافع وکيل وو. په کوچنيوالي يې د دوى د کورني دود سره سم عبراني او آرامي ژبي زده کړې او د تلمود، بايبل او فارغوم مذهبي کتابونو تعليم يې ترلاسه کړ. په ١٩١٤ع. کال چي لومړۍ نړۍ واله جګړه ونښته هغه د ښوونځي زده کوونکى وو. دغه مهال له ښوونځي څخه وتښتېد او په جعلي نامه پوځ ته شامل سو. خو د هغه د پلار د شکايت له امله يې د عمر د لږوال په سبب بېرته له پوځ څخه وايست. د جګړې تر پايته رسېدو وروسته يې د فلسفې او هنرونو په څانګه کي د ويانا په پوهنتون کي لوړي زده کړي وکړې او له دغه پوهنتون څخه يې د ماسټرۍ (ايم اې ) سند تر لاسه کړ .

علامه محمد اسد پخپله ليکي :

” د تحصيل په دوران کي مي د شعور سترګي  کرار کرار خلاصېدلې او پوهېدلم چي ټوله اروپا په ستره روحي ناکراري اخته ده، مذهبي او روحاني ارزښتونه له منځه ځي او د پيسه پالني او مادياتو رپۍ (بيرغ) په ډېره چټکتيا سره پورته کيږي. پر هر اروپايي خطرې او بېري سيورى اچولى، په تېره ځوان توکم په تورو تيارو کي لالهانده ګرځي اوهغو پوښتنو ته جواب نه مومي چي د دوى اذهان يې پرېشانه کړي دي. اروپا په يوه داسي بخوله (ناورين) اخته وه چي خلکو يې له ځان پالني، خود غرضۍ، پيسه پالني او لنډ مهالو خوندونو پرته بله موخه نه درلوده “.

بالاخر هغه په ١٩٢٠ع. کال له ويانا څخه پراګ ته ولاړ. هلته ډېر مهال د بې کارۍ او لوږي سره مخامخ سو او پر خپلو پښو درېدو لپاره ډېر وځغاست. پاى په يوه خبري آژانس، ” يونايټيډ ټيليګراف نيوز ايجنسي“  کي د تليفوني او وروسته د خبريال په توګه وټاکل سو. د هغه يو ماما د بيت المقدس په يوه روغتون کي مامور وو. د ١٩٢٢ع. کال په پسرلي کي د هغه په بلنه هلته ولاړ. د دغه  کال په وروستيو کي هغه په منځني ختيځ کي د يوې نامتو جرمنۍ جريدې فرينکفرټر زايټونګ ( Frankfurer Zeitung ) د ګرځنده خبريال په توګه  وټاکل سو. هلته ده ته څرګنده سوه چي څنګه د اروپا ټول ځواکونه په يوه سلا مسلمانان د خپلو مظالمو هدف ګرځوي او له مذهبي، فرهنګي، ټولنيزو، اقتصادي او سياسي پلوه يې فلجوي او عزت او پرځان وېسا يې له منځه وړي. په تېره په فلسطين کي د عربو او يهودو په هکله د هغو پاليسي څونه غير انساني ده.

په ١٩٢٣ع. کال هغه مصر ته ولاړ، بيا د دغه کال په دوبي کي بيرته بيت المقدس ته وخوځېد، بيا له هغه ځايه دمشق ته رهي سو. هلته يې د اسلامي عالمانو سره ليدني کتني وسوې، د هغه ځاى مساجد او نور  ديني مراکزيې هم وکتل او ډېر وخت يې په کتابتونونو کي تېرېدى. دغه مهال بې عربي ژبه څه زده کړه او د قرآن کريم په لارښوونو د جرمني او فرانسوي ژباړو په مټ پوه سو، چي بالاخره  د اسلام د حقايقو سره په ښه توګه بلد سو. د ١٩٢٣ع. کال په مني کي له سوريې څخه اروپا ته ولاړ. دغه مهال د اروپا انځورونه بالکل پردي ورته وايسېدل او د هغه ځاى وګړي ذليل او ناولي په نظر ورغله او په دنيا پسي د دوى له منډ ترړو يې بد راغله.

د ١٩٢٤ع. کال په پسرلي کي د  فرينکفرټر زايټونګ جريدې لخوا بيا مصر ته واستول سو. دغه مهال يې د ژورناليزم په نړۍ کي ښه دريځ ترلاسه کړى وو. په دې ترڅ کي يې د جامع الازهر د ځوان او متبحر اسلامي عالم  امام مصطفى مراغي سره وليدل او د دينونو په هکله يې معلومات ځني تر لاسه کړل. اوس نو هغه ته د قرآن کريم له مطالعې، د عربو د ژوندانه له مشاهدې او د  شيخ مراغي له ويناوو  څخه په ډېره څرګنده توګه جوته سوه او دې پايلي ته ورسېد چي د اروپايانو په دماغونو کي چي له اسلام څخه څه انځور سته هغه ګردسره په مسخ سوې بڼه ور ښوول سوى دى. اوس هغه بالکل ډاډه سوى وو چي په اسلام کي د دين او يوې ضابطې په حيث هيڅ کمى نسته او د مسلمانانو زوال د اسلام د خامۍ له امله نه دى، بلکي  د مسلمانانو د ټولنيز او فرهنګي زوال يو لامل دى او هغه دا چي هغو د مهالونو په تېرېدو سره پر اسلامي تعليماتو باندي د هغو د روح سره سم کړنه پرې ايښې ده .

دغه مهال هغه له شمالي افريقا څخه نيولې د افغانستان د پامير تر لوړو څوکو ټوله اسلامي نړۍ وغوښته او بيا يې تقريباً خپل ټول عمر په همدې سيمو کي تېر کړ. د ١٩٢٥ع. کال په وروستيو کي چي هغه له هرات څخه کابل ته تى د منځني افغانستان په واورو پوښلو ناوو زړه او کاته دواړه وړل. په لار کي د هغه آس ګوډ غوندي سو، د پښو نالونه يې سست سوي وه او په دوو مېخونو بند وه . ځکه نو د هغه افغان ملګري دوى ته نژدې ښارګوټي، د هزاره جاتو دايزنګي ته بوتى.

د هزاره جاتو والي هم هلته اوسېدى، ځکه نو هغه د دغه والي ليدو ته ورغى. والي د اعليحضرت امان الله شاه غازي له نژدې خپلوانو څخه وو. د هغه د ډېر ټينګار له امله يې دوې ورځي ورسره تېري کړې. علامه صاحب فرمايي:

” بل ماښام  د مېلمستيا تر ډېري ښې او مکلفي  ډوډۍ خوړلو وروسته يوه افغان پر ستار باندي د داود او جالوت کيسه واورول. سندره په پښتو وه او والي ماته د هغې لنډ لنډ ټکي بيانول. په پاى کي والي تبصره وکړه او ويې ويل  داود کمزورى وو، خو ايمان يې قوي وو. ما سمدستي ورغبرګه کړه : د دې په خلاف تاسي په شمېر ډېر ياست، خو د ايمان له مخي کمزوري ياست. د دې  خبري په اورېدو سره زما کوربه ماته په اريانتيا سره وکتل. زه څه وارخطا غوندي سوم او د ډول ډول سوالونو په مطرح کولو سره مي د خپلي خبري د تاويل کوښښ وکړ او ومي ويل: مسلمانانو ولي پرخپلو ځانونو باندي ډاډ او اعتماد هېر کړى دى؟  د هغو د عظمت او سترتوب لمر ولي تندري نيولى دى؟ د هغو د علم او هنر وړتياوي ولي کمزوري سوي دي؟ آيا نه سي کېداى چي مسلمانان له همت څخه کار واخلي او بېرته د هغه ځلاند او پرتمين دين لوري ته وروګرځي؟ دا څونه د عبرت خبر ده چي هغه مصطفى کمال اتاترک چي اسلام هيڅ ارزښت نه ورته لري د مسلمانانو په سترګو کي د اسلام د بيا رغښت ( رنسانس يا نشاة ثانيه ) اتل جوړ سوى دى. زما کوربه په ځير ځير راته کتل او چي زما خبري خلاصي سوې نو يې وويل: ته مسلمان يې خو په ځان نه پوهېږې، ته ولي کلمه نه وايې او څله نه مسلمانېږې، ځکه تا د زړه له کومي اسلام منلى دى. ما ورته وخندل او ورته ومي ويل: زه نه يم مسلمان ، خو ما په اسلام کي يوه عجيبه ښکلا ليدلې ده او کله چي زه وينم چي د دې دين پيروان هغه په لوى لاس بد رنګه کوي ډېر په غوسه کيږم“.

د دې ځوان والي دې خبرو پر علامه محمد اسد  ډېر ستر اغېز وکړ . هغه په افغانستان کي تر څو اونيو سياحت وروسته روسيې ته ولاړ او له هغه ځايه اروپا ته ستون سو. دغه مهال هغه په  ٢٦ کلنۍ کي واده وکړ. مېرمني يې هم د ده خبري ومنلې. دواړو به د قرآن کريم ژباړه لوستل او د هغه پر لارښوونو به يې بحث کاوه.

د ١٩٢٦ع.کال په سپتمبر کي يوه شپه دواړو برلين ته په ټرين کي سفر کاوه.  په دې هکله خداى بخښلى علامه ليکي :

” موږ ته پر مخامخ سيټ دوه تنه مېړه او مېرمن ناست وه. له کالو، د الماسو له ګوتميو، او کړو وړو څخه شتمن ښکارېدل، خو په څېرو کي يې د خوښۍ او ډاډ کومه نخښه نه ليدل کېده. ډېر بې برخي او وېرجن اېسېدل. ما شاوخوا وکتل او ومي ليدل چي هرڅوک خوشاله ښکارېدى، د هغه پر څېره مي هم د يوه پټ غم نخښه وليدل، دونه پټ چي له دوى ټولو څخه يوه هم نه احساساوه.

ما خپل دغه احساس خپلي مېرمني ته ووايه. هغې هم زما خبر ومنل. رشتيا چي داسي ښکارېدل لکه دغه خلک چي په دوږخ کي ژوند کوي. کله چي بيرته کورته را ستانه سوو د مېز پر سر مي هغه قرآن وليد چي ما يې تلاوت کاوه.  ما وغوښتل چي قرآن کريم بند کړم او په المارۍ کي يې کښېږدم چي ناببره مي سترګي د قرآن د پرانيستي پاڼي پر دې سوره ونښتې:

﴿  أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ (1) حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ (2) كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (3) ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ (4) كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ (5) لَتَرَوُنَّ الْجَحِيمَ (6) ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ (7) ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ (8) ﴾ [ سورة التکاثر ].

ژباړه : تاسي د شتمنۍ په ګټلو کي ډېر زياتوب او يو له بله په ډېرولو کي لېوالتيا په غفلت کي اچولي ياست. تر دې پوري چي ( په دې فکر کي ) د قبر څنډي ته ورسېدلاست. هيڅکله داسي نه ده، ډېر ژر به تاسي پوه سئ. بيا ( واورئ ) هيڅکله داسي نه ده، ډېر ژر به تاسي پوه سئ. که تاسي د باوري پوهي له مخي ( د دې چلند په عاقبت ) پوهېدلاى ( نو ستاسي چلند به دغسي نه واى ). تاسي به هرو مرو دوږخ وګورئ، بيا ( واورئ ) چي تاسي به په يقين سره هغه وګورئ. بيا به هرو مرو په هغه ورځ له تاسي څخه د دې نعمتونو په هکله جواب وغوښتل سي.

زه د يوې شېبې لپاره هيښ ودرېدلم ، ما فکر کاوه چي کتاب زما په لاس کي پر خوځښت راغلى دى. ما خپلي مېرمني ته ور ږغ کړه: وګوره، آيا دا د هغه څه جواب نه دى چي موږ تېره شپه په ريل کي وليدل؟ موږ ته نه دا چي زموږ د سوال جواب راکړه سوى وو، بلکي په دې اړه شکوک او شبهې هم پاى ته رسېدلي وې. موږ ومنل چي دا په رشتيا سره د لوى څښتن سبحانه هغه کتاب دى چي ديارلس سوه کاله دمخه پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نازل سوى وو. خو په هغه کي په ډېره څرګندتيا سره داسي وړاند وينه سوې وه چي زموږ له پېچلي ماشيني دور پرته به په کوم بل دور کي نه وي پلې سوې. اوس زما باور سو چي قرآن د کوم انسان د حکمت او پوهي پايله نه ده. انسان چي هرڅونه پوه او د حکمت څښتن سي بيا هم د هغه عذاب وړاند وينه نه سي کولاى چي شلمي پېړۍ ته ځانګړې سوې ده.

بله ورځ زه د برلين د مسلمانانو د ټولني مشر ته ورغلم او ورته ومي ويل چي زه اسلام منم. هغه په ما د شهادت کلمه وويل او ويې ويل چي ستا نوم ليو پولډ دى او په يوناني ليو زمري ته وايي، له دې امله موږ تاته سر له نن څخه محمد اسد وايو.

څو اوونۍ وروسته زما مېرمني هم اسلام راوړ. تر دې وروسته موږ اروپا د تل لپاره پرېښوول“.

په دې توګه علامه محمد اسد د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو.  د ده په پخواني نامه کي LEO   راغلى دى چي د LEO  او اسد  دواړو معنا ( زمرى ) ده.

د اسلام تر منلو وروسته محمد اسد د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالعزيز سلاکار وټاکل سو. هغه د حج فريضه ادا کړه او د شيخ الشهدا او ليث الصحرا عمر المختار ( ١٨٦٢ ـ ١٩٣١)  سره يې په جهاد کي هم برخه واخيسته. په دې ترڅ کي هغه عربي ژبه زده کړه او د اسلام تاريخ يې مطالعه کړ. څنګه چي هغه په مکه مکرمه او مدينه منوره کي واوسېد نو په هغو اصلي حالاتو کوم چي رسول کريم صلی الله عليه وسلم اسلام پکښي تبليغاوه تر يوې اندازې پوه سو. له مطالعې او موازنې څخه د هغه دا يقين سو چي د مسلمانانو د خپلو لنډ فکريو او خاميو سره سره د اسلام روحاني او ټولنيز نظام اوس هم د انسانيت لپاره ډېر ستر محرک ځواک دى. له دې امله د علامه محمد اسد د ټولو بوختياوو منځى د اسلام بيا راژوندي کول وګرځېد. هغه په سعودي عربستان کي تر شپږو کالو تېرولو وروسته هند ته ولاړ او په ١٩٣٤ع.کال يې د ( Islam at the Crossroads) په نامه کتاب په ډيلي کي خپور کړ. (د دغه کتاب د نامتو کېدو، څو واره خپرېدو او په ډېرو ژبو ژباړل کېدو په باب او د هغه د متن په هکله به بېله مقاله درته وليکم). دغه مهال هغه د هند د ډېرو پوهانو، په تېره د علامه اقبال او سيد ابوالاعلى مودودي رحمة الله عليهما سره وپېژندل. هغه په دارالاسلام  ( پټان کوټ ) کي هم واوسېدى.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته علامه محمد اسد په لاهور کي د لوېديز پنجاب د اسلامي بيا رغوني مسؤول وټاکل سو. بيا د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کي په دنده وګومارل سو. د پاکستان د اسلامي اساسي قانون
د جوړولو د ډلي غړى هم وو. بيا يې په ملګرو ملتونو کي د پاکستان د استازي په توګه هم دنده ترسره کړه. دغه مهال د هغه بل کتاب” روډ ټو مکه“ (ROAD TO MAKKAH) هم خپور سو . دغه کتاب د هغه د اسلام راوړلو په هکله مفصله کيسه ده چي بيا د ( الطريق الى مکة ) په نامه وژباړل سو او سينمايي فلم هم ځني جوړ سوى دى. د نامتو مسلمان عالم محمد مارماډيوک پکتهال تر مړيني څو کاله وروسته علامه محمد اسد د ” اسلاميک کلچر“  د مياشتيزي مسؤول مدير سو.

د عمر په وروستيو کي هغه د مراکش طنجې ته ولاړ او د اسپانيې په جبر الټر ( جبل الطارق ) کي يې ـ کوم چي له درو پېړيو را په دې خوا د انګرېزانو تر ولکه لاندي دى ـ استوګنه غوره کړه . د هغه د قرآن کريم ژباړه او تفسير د( The Message of The Quran )  په نامه په ١٩٨٠ع.کال له دارالاندلس، جبرالټر څخه خپور سو. دغه راز هغه د بخاري شريف څه برخي هم وژباړلې او يو شمېر نور ګټور کتابونه يې هم ليکلي دي.

پاى علامه محمد اسد  د ١٩٩٢ع. کال په فرورۍ کي په جبرالټر کي وفات سو او د هغه د وصيت سره سم د اسپانيې په ګريناډا( غرناطه) کي د مسلمانانو په هديره کي خاورو ته وسپارل سو.

د خبري رسنيو له خولې په ٢٠٠٨ ع. کال د ويانا ښاروالۍ په دغه ښار کي يوه عامه اُورشو چي د ملګرو ملتونو د ماڼۍ مخي ته واقع ده د مراسمو په ترځ کي د علامه محمد اسد په نامه ونومول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د