دامریکايي په ډزو دوژل شوي پاکستاني ځوان میرمنې ځان وژنه وکړه

bewaله لاهور نه په تازه ورکړل شوي خبر کې راغلي دامریکايي تبع ریمنډ ډیوس له لوری دوژل شوي پاکستاني ځوان (فهیم) میرمنې شمایلې ځان وژنه وکړه .

خبر زیاتوي له تیرو یوولسو ورځو راهیسی دپاکستاني ځوان دقاتل ریمنډ ډیوس د دوسیې په اړه کوم پرمختګ نه دي شوي ،ویل کیږی چي زیاته هڅه کیږی چې دقاتل دوسیه سپکه شی او لمخې یې نوموړي ازاد شي.

شمایلې په خپل وروستي پیغام کې ویلي دا دحکومت له رويې او دانصاف او عدل دنه ترلاسه کیدو له امله مایوسه شوه او نور یې داحالت نشواي زغملي نو ځکه ځان وژني ته مجبوره شوه .دمقتول کونډې په روغتون کې په خپلو وروستیوخبروکې ویلي چی دادوینو په بدل کې وینې غواړي امریکايي ریمنډ ډیوس دي داسی په ګوليو وویشتل شوی لکه څرنګه چې یې زما خاوند فهیم ویشتلي.

ترلاسه شوی راپور وايی شمایلې په فیصل اباد کې زهرجنې ګولۍ وخوړلی چی څو ساعته وروسته روغتون ته انتقال شوه چې دشپې پر ۱۲بجې یې ساه ورکړه، دروغتون ډاکترانو ویلی دوی دشمایلې دژوندي پاته کیدو زیات کوشش وکړ.

څه کم دوې اونۍ وړاندي دپاکستان دلارهو په ښار کې دامریکا دقونصلګری دیوه کارکونکی له لوری دوه عام ښاریان په ډزو وویشتل شول او ځاي پرځای ووژل شول ،له پیښې وروسته قاتل دپولیسو له لوري ونیول شو،نوموړي دتحقیقاتو پر مهال ویلي چی دا دوه کسان دته شکمن ښکاره شول او ددخپل ځان ددفاع په خاطرپر هغوي ډزې وکړې.

احمدبریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.