د سولې لار

حفیظ الدین پیرزادہ

یو، دوہ، درې به سرہ نه وایو
پاتې شوې کیسې به سرہ نه وایو

اوس ھم که اشغال چغه کړ‎ې ورور مې یې
تیرې تاریخچې به سرہ نه وایو

موږ‎ به ستا په غدر سترگې پټې کړ‎و
دشته د لیلې به سرہ نه وایو

جوړ‎ به کړ‎و ښاغلی شرعي نظام
ھر څه ته بلې به سرہ نه وایو

دواړ‎ہ به په سوله کې خپل ژوند کوو
نورې مسلې به سرہ نه وایو

خاورہ به د خپل ایمان په زور ساتو
غیر ته د اسرې به سرہ نه وایو

ته دې نیکټایي زہ به لونگۍ تړ‎م
تیر به شو طعنې به سرہ نه وایو

پریږ‎دہ چې راغلي پښې سپکې کړ‎ي
دوی ته د دمې به سرہ نه وایو

ما د رباني دولت لیدلی و
ظلم د میرې به سرہ نه وایو

دلته په رڼا ورځ قتلِ عام روان
بس د تورې شپې به سرہ نه وایو

ځان له مسلمان نه په کافر ساتل ؟!!
غبرگې کلیمې به سرہ نه وایو

ته چې د اختر په لمانځه پوہ نه یې
لویې سیپارې به سرہ نه وایو

شرم دی د دین سادہ احکام زدہ کړ‎ہ!
لمونځ د جنازې به سرہ نه وایو

مشرہ! که په حق دا ځل قسم وخورې!
ھاغه د کعبې به سرہ نه وایو

ځار دې شم عسکرہ! ھالینډیان وله!
نور د حوصلې به سرہ نه وایو

راشه خیاط گله استدلال وکړ‎ہ!
یو بل ته ټاپې به سرہ نه وایو

شیخ راته په غوږ‎ کې غلي وویل
حال د میکدې به سرہ نه وایو

خپله مو که خپل حالت بدل نه کړ‎
نورو ته ښیرې به سرہ نه وایو

د اگست ۳۱/ ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د