fbpx
نصیر شنسب

د افغانستان پر حالاتو باندي یو افغاني نظر

واحد فقیري

ښاغلی نصیر شنسب د اګسټ پر ۳۱ مه په نیوز ماکس کي لیکي: په داسي حال چي په افغانستان کي د ټرمپ ستراتیژي یو کلنه سوه، نو لهذا ما وغوښتل چي پدې باره کي د عادي افغانانو نظر وپوښتم. زه د کابل په کنډ و کپر او دوړنو کوڅو او بازارونو کي وګرځېدم، او د مختلفو افغانانو سره مي پدې باب،‌البته د شنو چایو د څېښلو په ترڅ کي، خبري وکړې. پدې ناستو کي، افغان دوکاندرانو، بزګرانو، او عادي روزانه کارګرانو زما بد او منفي خیالونه را تایید کړل. هغوی ګرده پدې عقیده ول چي افغانستان یو بدبخته ځای دئ. او هغوی ټول قهرېدلي او ناامیده دي.

هیچا ما ته دا و نه ویل چي د وطن د حالاتو په اړه خوشحاله او یا خوشبینه دی. زما په ذهن کي مدام دا سوال راګرځېدی چي د سولي لپاره باید څه وسي. څرنګه ممکنه ده چي‌ دا تباه کونکی ۴۰ کلن جنګ ختم سي. دا هیواد فقط په څلوېښتو کالو کي د دوو سوپرپاورو لخوا اشغال سوی دئ،او اوس د یو شمېر محدودو درنده جنګسالارانو او قاچابرانو لخوا اداره کېږي. د عادي افغانانو قهر او ناامیدۍ ته په کتو سره، زه دې نتیجې ته ورسېدم چي یو ستر اجتماعي انفجار او هرج و مرج راروان دئ.

د اختر په ورځو کي د غزني سقوط یوه حیرانونکې حادثه وه. طالبانو یو ستر ښار، چي له کابله فقط ۹۰ میله لیري پروت دئ، ونیو. هغوی د ولایت مرکزي محبس مات کړ، او کله چي ئې ښار تخلیه کاوه، زیاتي وسلې او مهمات ئې د غنیمت په ډول له ځان سره یووړل. د غزني سقوط د اشرف غني د حکومت لپاره یوه ستره سیاسي، ستراتیژیکي، او انساني فاجعه او افتضاح وه. طالبانو یوازي په غزني اکتفا و نه کړه،‌ بلکي مخالفانو د اختر په اوله ورځ ارګ د خپلو راکټي حملو هدف وګرځوی. پدې وخت کي، اشرف غني د کابینې وزیران، عالي رتبه مامورین، او د اسلامي ملکونو ځیني سفیران او دپلوماتان ارګ ته ور دعوت کړي ول. کله چي راکټونه ارګ ته څېرمه د دیوالونو او سیمټي خنډونو سره ولکېدل، د ارګ دننه د اشرف غني د اختر پارټۍ ګډوډه سوه. یوه جنرال راته وویل که چیري حمله کونکو د راکټونو نښانه فقط څو ملي متره سمه اجسټ کړې وای، ښايي دا راکټونه د ارګ د مېلمنو په منیځ کي لګېدلي وای. خو له نیکه مرغه، اشرف غني او مېلمانه ئې له یوې ستري فاجعې څخه بچ سول. مګر سوال دا دئ چي تر څه وخت پوري به بخت او طالع د اشرف غني پر خوا وي؟ ځکه اشرف غني د خلګو او د وطن له واقعي حالاتو څخه کاملا بې خبره او منزوي دئ.

زه پدې کي هیڅ شک نه لرم چي افغانستان د یو داخلي جنګ په لور روان دئ. دا کرت به دا کورنۍ جګړه تر پخوا ډیره خشنه او له تشدده ډکه وي. د حکومت عالي رتبه مامورین چور او تالان ګډ کړی دئ، او له وطنه غلا سوي ډالر بهر استوي، او یا د خپلو ملیشاوو لپاره وسلې او مهمات په رانیسي. کله چي داخلي جنګ پیل سي، شدت به ئې د نن تر جنګونو څو چنده زیات وي.

زه پوهېږم که چیري زه ووایم چي د دې حالت د تغییرولو لپاره باید امریکا خپله ستراتیژي کاملا بدله کړي،زما خبري به تکراروي. مګر که چیري امریکا دا کار و نه کړي، مسلما توپکسالاري را روانه ده، او ښايي د افغانستان د تجزیې سبب سي.

په سیاسي لحاظ افغانستان په انارشي کي دئ. قریب ټول افغانان له اشرف غني څخه بېزاره دي. له هغه وخت راهیسي چي د امریکا پخواني خارجه وزیر جان کیري اشرف غني په ارګ کي نصب کړ، اشرف غني د خلګو په مینځ کي خپل ټول باقي پاته لږ محبوبیت له لاسه ورکړی دئ.

په اقتصادي لحاظ، افغانستان پر ګونډو دئ. قانوني اقتصاد ئې د امریکا تر یوې وړې ولسوالۍ کم تولیدات او عایدات لري. خو کله چي اشرف غني او ډاکټر عبدالله اروپا ته د ناټو د کلني مجلس لپاره سفر کاوه، هغوی د یوې طیارې پر ځای په دوو جلا جلا الوتکو کي سفر وکړ. دا ولي؟ ویل کېږي چي د دوی د یو بل له بویه بد راخي. تاسو خپله تصور وکړئ، د یوه غریب او ډیوالي ملک مشران د یوه خارجي سفر لپاره د بیت المال په پيسو د دوو جلا جلا طیارو خرچه او مصارف ورکوي. په بل وطن کي به دا ضرور یوه پارونکې ټوکه وي،‌ خو نه په افغانستان کي.

اکثره افغانان پدې باور دي چي متحده ایالات د افغانستان لپاره یو پټ او سري پلان لري. حتی تحصیل کرده افغانان هم دېته معتقد دي چي امریکا کومه مرموزه نقشه لري. هغوی باور لري چي د اشرف غني حکومت د امریکا له همدې پټ نیت مل او ملګری دئ، او غواړي چي د افغانستان طبیعي زیرمي او کانونه امریکا ته وسپاري. هغوی عقیده لري چي افغانستان یو ستراتیژیکي موقعیت لري، او امریکا غواړي لدې موقعیت څخه استفاده وکړي. د هغوی په ګومان امریکا نه غواړي چي جنګ ختم کړي،‌ او متحده ایالات په عین زمان کي طالبان او داعش تمویل او مسلح کوي، څو په افغانستان کي د پاته کېدو لپاره پلمه ولري.

تاریخ دا خبره بار بار ثابته کړې ده چي د یوه فاسد او حریص اقلیت حاکمیت بالاخره په یوه ملک کي اقتصادي تباهي، سیاسي بحران، او استبداد ته لاره پرانزي. په یوه هیواد کي د یوې کوچینۍ حاکمې طبقې او عام ولس تر مینځ اجتماعي درز او کنده ایجاده وي.

په پای کي، واشنګټن ته پکار دي چي په اسلامي ملکونو کي د عامو خلګو سره ملګرتیا وکړي، نه د مستبدو حاکمانو سره چي پر دې هیوادونو باندي همدااوس حکومت کوي. په افغانستان کي، وارلاډان او د هغوی حامیان هغه فاسد او جبار عناصر دي چي سمدستي باید تباه او محوه سي. هغوی په میلیاردونو ډالره غلا او چور کړي دي، او وطن ئې د قرون وسطا تورتم ته ور ټېله کړی دئ.

نوټ: ښاغلی نصیر شنسب د افغانستان او امریکا تبعه دئ. په افغانستان او امریکا کي کاروبار او پانګونه لري. د څو کتابونو او زیاتو مقالو لیکوال دئ. دا مقاله ئې اوږده وه،‌ خو ما ئې فقط عمده ټکي ترجمه کړي دي.

منبع: نیوزماکس

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

ډیره ښکلی او په ځای مقاله وه او ښه واقعتونه یی بیان کړی ول زما نظر هم همدا نظر دی فکر نه کوم چی مونږ رټلی افغانان د دی امریکا او غلامان یی چی دلته حکومت پرمخ وړی ترینه ښه ورځ ووینو. ورځ تربلی بدتری ده.ماړه خلک نورهم ماړه شول او ورځ په ورځ پړسیږی غریب خلک ورڅ په ورځ نور هم غریبیګی او د تباهی په لور روان دی. تر څو چی امریکااو د امریکاتورمخی ګوډاګیان دلته حکومت پرمخ بیایی مونږ به ښه ورځ ونه وینو. او دازه یو عذاب بولم چی د خدای ج له طرفه په مونږ… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده دير په خوند مي دافغانستان پر حالاتو باندي يو افغاني نظرصفحه راوسته چى ديو امريكايي له لوري د امريكايى نظرياتو پر بناءليكل شويده زه به يي خوند يو سه ورديركم ١-بخت يوازي دا تلونكي دنيا نه ده زماگنهگاره په اند په دا ٤٠ كلو كي د مزكي پر سر بختورخلك أفغانان دي ٢-نه كوم ستراجتماعي انفجار راروان دى أو نه هم هرج ومرج،نه هم توپك سالاري او نه هم تجزيه او نه هم انارشي نن د گران هيواد ديره برخه د شماله تَر جنوبه أو بيا د شرقه تَر غربه د غازيانو په ولكه كي ده په تولو… نور لوستل »