د رسول الله ﷺ سره د مینې اظهار هم باید په شرعي چوکاټ کې وي

عنایت الله کاکړ

نن سبا یوه لوري ته د ملعون ګېرت وایلډر مریدان کفار د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دښمنۍ کې د انسانیت له مقامه پرېوتل او له بل پلوه زموږ ګڼ مسلمانان وروڼه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په محبت کې د توغل او افراط له امله د بدعت نامطلوب مقام ته ورسېدل.

له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه، والهانه مينه او عشق، او بیا په دې عشق کې تر ځان، اولاد او مال تېرېدل د هر مسلمان د ایمان برخه ده. الله سبحانه و تعالی له الله او رسول سره مینه د مۇمن د ایمان لپاره معراج د لاندې آیت له مخې ټاکلی دی:

قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ [سورة التوبة: 24]

مفهوم: ورته ووایه ای پیغمبره، که تاسې ته خپل پلرونه، زامن، وروڼه، مېرمنې، خپلوان، ټول کړي مالونه مو، او هغه تجارتونه مو چې تاسې یې له تاوانه ډاریږئ او هغه کورونه مو چې تاسې پکې خوښ او خوشاله اوسیږئ له الله، د هغه له رسول او د هغه په لاره کې له جهاد کولو نه محبوب وي، نولږ صبر وکړئ چې الله جل جلاله په دې تړاو خپله الهي پرېکړه صادره کړي اوالله جل جلاله فاسقانو ته د حق لارې هدایت نه کوي.

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده والناس أجمعين. متفق عليه.

ژباړه: په تاسې کې څوک تر هغو د ايمان څښتن نشي کېدلای ترڅو چې زه له خپل اولاد، مور او پلار او ټولو خلکو ګران نشم.

همدا راز د حضرت عمر رضی الله عنه په یوه روایت کې، راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې لاس په خپل لاس کې ونیو. حضرت عمر رضی الله عنه د نبوي جسم د ملائمت او عطوفت په حس کولو سره ورته کړل: یا رسول الله، له ځانه پرته تر بل هر چا راباندې زیات ګران یې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: نه ای عمره، په رب قسم چې تر خپل ځان درته زه ګران نشم که ایمان دې، بشپړ شي.

عمر رضی الله عنه ورته وویل: یا رسول الله په خدای سوګند چې دامهال تر خپل ځان هم راباندې ګران شوې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې اوس سمه شوه.

پوښتنه دا ده چې موږ څنګه او له کومې لارې او په کومو تورو او کلماتو سره کولای شو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خپله والهانه مینه تعبیر کړو؟ دا پوښتنه ځکه هم مهمه ده چې د وروستۍ زمانې مسلمانان په فرقو او ډلو ټپلو ويشل شوي دي او ګڼ داسې مبتدعین، سفهاء او جاهلان شته چې د خپل جاهلانه توغل له مخې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم عالم الغیب او حاضر ناظر ګڼلی او په دې ډول یې د عبودیت له درجې ایستلی او الوهیت ته یې رسولی دی. ځینې داسې خلک دي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې شاه او شهنشاه جوړ کړی، چا ترې د قیامت په ورځ د اعمالو قاضي جوړ کړی دی.

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې اسلام د اعتدال او وسطیت دين دی. په وینا او عمل کې نه افراط خوښوي نه تفريط.

الله سبحانه و تعالی د بندګانو تر منځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیثیت په لاندې آیت کې په ډاګه کړی دی:

مَا کَانَ مُحَمَّدٌ اَبَا اَحَدٍ مِنْ رِّجَالِکُمْ وَلٰکِنْ رَّسُوْلَ اللّٰہِ وَخَاتَمَ النَّبِیِّیْنَ. (سورة الاحزاب)

مفهوم: محمد( صلی الله علیه وسلم)ستاسې له منځه د هیچا پلار هم نه دی، بلکې د الله رسول او وروستنی نبي دی.

په پورته آیت کې د رسول الله او خاتم النبیین په کارولو سره د بشریت له مقامه پرته د رسول الله د هر مادي او دنیوي حیثیت نفی وشوه. مانا دا چې محمد صلی الله علیه وسلم په خپل امت کې د چا پلار نه دی، شاه نه دی، شهنشاه نه دی، حاکم نه دی، امیر نه دی، قومي مشر نه دی بلکې د الله رسول او د انبیاۇ خاتم دی.

نو په داسې حالت کې موږ باید رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه یاد کړو؟

په دې هکله لاندې روایت ته متوجه شئ:

ولما قال وفد بني عامر لرسول الله صلى الله عليه وسلم: أنت سيدنا. فقال صلى الله عليه وسلم: السيد الله تبارك وتعالى. فقالوا: وأفضلنا فضلا وأعظمنا طولا. فقال: قولوا بقولكم أو بعض قولكم ولا يستجرينكم الشيطان. رواه أبو داود وأحمد.

ژباړه: کله چې د بني عامر قبیلې وفد د رسول صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضر شو نو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کړل چې ته زموږ سيد( سردار/څښتن)یې. حضور صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې سید مو الله جل جلاله دی. هغوي وویل ته ترموږ ټولو غوره او د لوړ نسب او نامه والا یې. رسول الله ورته وفرمایل چې تاسې( زما د تعظیم په هکله) خپلې ځینې خبرې کولای شئی خو پام مو وي چې په دې برخه کې مو شيطان( د غلوې، توغل او افراط)له لارې دوکه نه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم بل ځای فرمایي:

لا تطروني كما أطرت النصارى ابن مريم فإنما أنا عبده، فقولوا: عبد الله ورسوله. رواه البخاري.

ژباړه: زما داسې چپه او باطله ستاینه مه کوئ لکه نصاری چې یې د حضرت عیسی علیه السلام کوي( او عیسی علیه السلام د الله زوی او الله ګڼي)

د پورته ارشاداتو له مخې دا جوته شوه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مدحه او ستاینه کول، له هغه سره د مینې او محبت څرګندول یو محبوب، محمود او مرغوب عمل دی خو دغه ستاینه باید د شرعي چوکاټ دننه وي. د دې لپاره چې دغه ستاینه مو د شرعي چوکاټ دننه پاتې شي، بویه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تکریم، تعظیم، تحسين او تمجید لپاره هغه کلمات وکاروو چې په روایاتو کې راغلي دي.

صحابه کرام د نبوي ذات سره تر ټولو زیات محبت کونکي وو، له هغوي نه د روایتونو پر مهال د( رسول الله صلی الله علیه وسلم، رسول الله فداه ابی و امي، بأبی انت یا رسول الله و امي)کلمات را نقل شوي دي. هېڅ صحابي هم ورته د جانان او معشوق توری نه دی کارولی.

هغه القاب او توري چې سلیم عقل یې په کارولو کې تردد ولري، باید هېڅکله ونه کارول شي او پر ځای دې مأثور او منقول توري وکارول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د