امریکايي ځواکونو د داعش د مشر وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکايي ځواکونو له لوري په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې په افغانستان کې يې د داعش څلورم مشر هم وژلی دی.

د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا په تیرو ۱۳ میاشتو کې د داعش څلورم مشر دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري وژل کیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ابو سید اورکزی د تیرې میلادي میاشتې اګست پر ۲۵ په ننګرهار ولایت کې د بمبار په پایله کې وژل شوی دی.

د ابو سید اورکزی په اړه ویل کیږي چې د ابو سعید باجوړي وروسته د داعش مشر ټاکل شوی وو. باجوړي د تیر میلادي کال د جولايي میاشتي پر ۱۴مه نیټه په کونړ کې وژل شوی وو .

په افغانستان کې د داعش ډلې لومړی مشر حافظ سعید خان هم په ننګرهار ولایت کې وژل شوی وو.

باید وویل شي چې له یوه اړخه امریکايي ځواکونه وخت په وخت د داعش پر ضد د عملیاتو خبرونه ورکوي او پر لپسې توګه یې د مشرانو د وژل کېدو خبرونه ورکوي خو له بله اړخه پر امریکايي او افغان ځواکونو تور پوري کیږي چې د طالبانو سره د جګړې پر مهال د داعش ملاتړ کوي او د طالبانو پر لیکو باندي بمبارۍ او عملیات کوي.