fbpx

د نفوذي برید له امله امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۲وږی ۱۳۹۷ل): د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تأیید کړي چې، د افغانستان په ختېځ کې د داخلی برید په ترڅ کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د امریکایي ځواکونو نوي قوماندان اسکاټ میلر ویلي، زمونږ د سرتیرو قربانۍ چې په افغانستان کې یې د امریکا لپاره ورکوي، لوی غم دی.

د ناټو په خبر پاڼه کې نورجزیات نه دي ورکړل شوي خو دومره ویل شوي چې، د وژل شوي امریکایي سرتیري اړوند معلومات به په راتلونکو 24 ساعتونو کې خپاره کړي.

بل خوا طالبانو نن د ورځي په لومړیو کې خبر ورکړ چې په لوګر کې یې دوه امریکایي عسکر وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ تنګي واغجان سیمه کې د امریکایانو کتار د دوی د کمین ښکار شو، چې پکې دوه امریکایان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

خبرپاڼي مخکي ویلي چې: « د دغه اتلوال برید په ترڅ کې چې پوره یـوساعت یې دوام درلود د اشغالګر دښمن 2 عسکر قتل، 5 موټر تخریب او ګڼ شمېر نور عسکر مرګونې ټپیان شول.»

که څه هم امریکایان تر دا مهاله د روان کال په اوږدو کې خپل تلفات کم ښيي، خو له نورو غیر رسمي شمیرو نه ثابته شوي چې د روان کال له پیله تر اوسه تر 20 ډیر بهرني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي، چې دا شمېره یې هم د پخوانیو تلفاتو په پرتله ډېره کمه ګڼله کیږي.

د پوځي تلفاتو د کمښت لامل یې دا ښودل کیږي چې بهرنیو ځواکونو دا مهال د جګړې ټول بار د افغان ځواکونو پرغاړه ور اچولی، بهرنیان ترشا او افغان عسکر یې په مخکي جګړې ته وردانګي، همدا لامل دی چې د افغان ځواکونو تلفات د بل هر وخت په پرتله 80٪ سلنه زیات شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د