fbpx

ستر حقاني، په حقاني لاره، په حق ورسید! / ذبیح الله مجاهد

د ذبیح الله مجاهد لیکنه:

دنیا چاته بقا نه کوي، دنیا ته زموږ راتلل د دې لپاره دي او وو چې آزمویښت مو بشپړ شي، د انسان لپاره د اصلي اوسیدو ځای، بله دنیا او دارالبقا ده.

ځينې دومره سترګې وخوري چې دې دنیا ته د خپل وروستي مقصد په نظر ګوري، دا ډول تصور څومره لویه تیر وتنه ده.

حقیقت کې ژوند یوه لنډه امتحاني مرحله ده، په عجز او ماشومتوب پیلیږي او بیرته په عجز او سا وتلو پای مومی.

په دغه امتحاني دور کې هغه انسان بریالی دی چې د الله تعالی لخوا په ورکړي دستور يې عمل وشو کړای.

د عمل خبره په تلفظ کې آسانه ده، خو عملي بڼه يې (نو/ نوم) باسي او پوره استقامت غواړي، مګر پرچا چې د الله تعالی له لوري فضل شوی وي، الله تعالی ورته د آخرت نیکي مقدوره کړې وي، مقامات او جنتي بیلابیل مراتب او منزلونه يې ورته ساتلي وي، هغوی بیا په ډیر آسانۍ امتحانی پړاوونه ووهي او سرته يې ورسوي.

دوی ته په دین عمل، د دين لپاره ایثار او قربانۍ، د دین په لاره کې ستړیا او په عبادت خوند اخیستل دومره ساده او آسانه وي چې ته به وايې فطرت يې دی.

کله چې ته همدا ډول افاضلو او اکابرو ته ګورې، پخپله ایمان درته وايي چې مینه ورسره لره، خلوص ورسره لره، ملګرتیا يې غواړه، لاره يې تعقیب کړه او پرې وویاړه.

د دوه لویو جهادونو بې بدیله سالار مرحوم الحاج مولوي صاحب جلال الدین حقانی رحمه الله همدا سې یوه ستره هستي وه.

هغه دومره ښکلی او سپيڅلی وو چې کله کله به يې نوم اخیستو او بیا بیا د نوم تکرار هم خوند راکاوه.

وړوکی وم چې د کمونستانو له رادیو څخه مې د حقاني صاحب په اړه ناسم او کرکجن معلومات اوریدلي وو، هڅه مې دا وه چې داکس وپيژنم او په اړه يې پلټنه وکړم.

بالآخره کمونیستي دوره پای ته ورسیده، اسلامي انقلاب راغی، د هجر او لرې والي پولې ماتې شوې، حقاني صاحب خپل ټاټوبي ته راستون شو.

هغه په څیره، قول او عمل کې د اوریدو خلاف وخوت، د هغه تصویر کمونيستي تور زړو د شیطاني تحلیل او فکر په اساس ناسم کښلی وو.

بخندید وگفت آن نه شکل من است

ولیکن قلم در کف دشمن است (سعدی)

الحاج حقاني صاحب مرحوم یو بې نفسه او بې ریا فقیر وو، شاید هغه ته خپل اصلي هدف معلوم وو، نو ځکه يې د الله تعالی په لاره کې د هيڅ شي پروا نه کوله، نه ورته نوم اهمیت درلود، نه شخصیت، نه قهرمان او اتل یادولو، نه ستړیا او ستومانۍ او نه هم د چا بد او رد.

هغه ته خپله ورکه معلومه وه، هغه د خپلې ورکې په لټه کې دومره مستغرق او ډوب وو چې د دنیا ټول لذات يې په خورا اسانۍ پريښودلی شوای، خو د خپل مقصد په لور يې حرکت نشوای درولی، زه د ایمان په رڼا کې د حقاني صاحب په مقصد په اسانه پوهیدلی شم، هغه هیله يې یواځې او یواځې د لوی الله جل جلاله رضا وه اوبس.

هغه یتیم او ستړی طالب وو، بیا ستړی ملا او ستړی امام شو، بیا ستړی قومندان او ستړی سالار شو، خو بیا ستړی قومی مشر او ستړی دریم ګړی شو، بیا دیو شرعي امیر ستړی مطیع او فرمان بردار شو، بیا چې حالاتو غوښتل هماغسې دوباره ستړی مجاهد او ستړی لارښود شو، بالآخره ستړی مریض او ستړی وفات شو. انالله واناالیه راجعون

طالبي يې د غزني په شلګر ولسوالۍ کې په نورالمدارس کې پای ته ورسوله او بیا يې د آخري تکمیل لپاره په پيښور کې دارالعلوم حقانیه غوره کړه، له هغه ځایه فارغ التحصیل شو، بیا د ځدراڼو غرونو ته راغی د هیواد د ازادۍ توره يې په لاس کې واخیسته.

پوره څوارلس کاله يې خوب او آرام نه وو، کړاوونه، هجرتونه، له کوره لرې والی، غربت او ټناکې يې تیرې کړي، وروسته له څوارلسو کلونو يې د وخت نا اهلو د آرمانونو څلي ته اور ورته کاوه، کابل د حزبونو په جنګي میدان بدل شو، د خلکو عزت لیلام شو، اصلي مجاهدین مایوسه او خفه په کور کیناستل، حرام خورو مجاهد نماګانو چور او تلان ته لاس واچو.

حقاني صاحب د سره ورانو او ښکیلو تنظیمونو ترمنځ سولې او جوړې ته کار وویل، نن په دې دروازه کې عذر کړی سبا په هغه بله کې زارۍ کړې، چې ګنې د جهاد ارمان له ضایع کیدو وژغوري، د مجاهد له لاسه لویدلی پرچم را پورته کړي او په جګړه اخته افغانان سره پخلا کړي.

دلته بیا الحاج قومندان جلال الدین حقاني خپله توره په تیکې کې پټه وه، د قومي مشر او سپین ږیري رول يې لوباوه، ځکه شریعت، ایمان او خت همدا ویل.

کله چې حالات له کابو ووتل، حقاني صاحب خپل پلرنی کلي او شاوخوا سیمو ته لاړ، د قومونو ترمنځ يې مرکې جرګې پيل کړې، لوی لوی په دښمني اخته قومونه يې سره پخلا کړل، ترمنځ يې کاڼي کيښودل اوصلحه يې ور وکړه.

ورسره يې لکه څرنګه چې د جهاد په پير کې د منبع الجهاد په نوم دیني دارالعلوم او ګواکې دایرة المعارف تأسیس کړی وو، همدا ډول يې د خوست په ولایت کې د عربي اماراتو هیواد د مشرانو په مرستې جلبولو سره د شیخ زاهد پوهنتون لومړنۍ ډبره کيښوده، ګواکې د دین د ابادۍ ترڅنګ يې د دنیا د ښيرازۍ او دې ویجاړ وطن ته د بیا رغونوي ملاهم تړلې وه.

هغه وو چې د طالبانو اسلامي تحریک پيل شو، حقاني صاحب خپله ورکه بیا مونده، د آرمانونو نړیدلی منار يې بیا ور یاد شو او دا ځل يې له ځانه د یو کشر ملا، خو لکه دی د سوزیدلي افغان طالب سره بیعت وکړ او خپل ځان يې ملاتړلی سپاهي ورته معرفي کړ.

په دې ګام سره لوی لوی ځایونه فتحه شول، طالبانو پرمختګ وکړ او بالآخره کابل تسخیر شو او دا ځل د متعددو تنظیمي واکمنیو پرځای یو اسلامي امارت قایم شو.

دا هغه نظام وو چې الحاج حقاني ورته پوره څوارلس کاله هجرت او د غرونو مزلونه ګاللي وو، وینه او خوله يې ورته تویې کړې وه.

دلته بیا حقاني صاحب دا فکر نه کاوه چې دی خو وتلی قومندان وو، وسلې او ټانګونه يې درلودل، د خوست فاتح بلل کیده، دی خو مشر سړی وو، له طالب سره بیعت ولی وکړي؟ حیثیت به يې څه کیږي؟ خلک به څه وايي او نور هغه تصورات چې ډير پخواني د رهبرۍ په سطحه په اصطلاح مجاهدین يې له کړنګو وغورځول او نن يې هم ټیک نه کیږي.

حقانی بریالی شو، حقانی حق ثابت شو او بیا يې له حق سره ملګرتیا پيل کړه.

تقدیر ته وایه چې الله تعالی د حقانی صاحب مرحوم په حق کې د امتحانونو پړی لا نور هم غزولی وو.

دوهم جهاد پيل شو، له امریکا سره لاس ولوید، بله ستړې پيښه شوه او بیا غرونه او رغونه شول، حقاني صاحب د دې پرځای چې د عمر او ماحول په غوښتنه داځل ځان ستړی واچوي یا تسلیم شي او یا په کوم کونج کې عزلت غوره کړي، له پخوا لا ډير په قوت او متانت غره ته وخوت.

پخوا نیمه نړۍ د حقاني صاحب په صفت نه مړیده، د ده شاهکار او شهامت يې سمبول بلل، خو داځل يې د تروریست نوم پرې کيښود او ګواګې قلم بیا د دښمن کف ته ورغی.

د حقاني هوډ معلوم وو، هغه د خپل رب سره معامله کوله، دنیاوالو، او د دنیا متاع ورته هيڅ مفهوم نه درلود، خپل زامن، کورنۍ او ټول متعلقین يې بیا په ډير قوت سره داځل د امریکا يي اشغال په وړاندې جهاد او معرکي ته متوجه کړل.

انديښنه ورسره پيدا شوه، چې داسې نه وي د صف نور پخواني او نوي ملګري يې جهاد پریږدي.

په ۲۰۰۱ کال کې چې نوموړی له سخت امریکايي تعقیب او بریدونو سره مخ وو، په یوه بمبار کې سخت ټپي شو، د شهید مولوي صاحب نصر الله منصور (رحمه الله) زوی شهید ملا سیف الرحمن منصور (رحمه الله) خپل مرستیال ، شهید مولوي فدامحمد جواد صاحب د حقاني صاحب د حال پوښتنې لپاره د هغه سیمې ته ولیږه.

شهید جواد صاحب ته يې په ملاقات کې ویلي وو: (قومندان صاحب سیف الرحمن منصور) ته زما سلامونه وایه، او ورته ووايه چې جهاد او شاهيکوټ غر پرینږدې، زه هم بیرته جوړیږم او درسره یم، مایوسه نشی. رحمهم الله جمیعا
په پخواني جهاد کې حقاني صاحب یو ورور له لاسه ورکړی وو، کورنۍ يې ستړې کړې وه، او په پښو يې ټناکې لیدلي وې، خو دا ځل جهاد او انقلاب يې زړه هم څو ځایه سوری سوری او تڼاکې تڼاکې کړ.

حقاني صاحب په تیر عمر، سپين ږیرتوب او خورا ځوریدلي او ستړي حالت کې د خپلو څلورو خوږو زامنو او نور خپلوانو شهادتونه ولیدل. حسبي الله نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر

الحاج حقاني صاحب دا ځل الحمدلله ډير نور حقانیان هم زیږولي وو، هغوی ټولو د نوی اشغالګر کافر امریکا په ملا سخت او ماتونکي ګوزارونه وکړل.

امریکايي اشغالګران يې دومره وارخطا او بې سیکه کړل چې، د اشغال نشه يې له منځه لاړه او د وتو د لارې پسې شول.

د اسلامي امارت په چوکاټ کې حقاني صاحب بیا هم د یوه پیاوړي سپه سالار په ډول ثابت قدمه وخوت او د امارت سترګې پرې جګې او غاړه پرې هسکه شوه، الحمدلله

خو له تیرو ډيرو کلونو راهیسې يې خدای ورکړي بدن ناځواني ورسره وکړه، د حقاني صاحب هوډ او ایمان ځوان پاتې ول، خو هډ او پوست يې نور تاب له لاسه ورکړي وو.

حقاني صاحب رحمه الله په مزمنې او اوږد مهالې ناروغۍ اخته شو، هغه نور د سنګر اوشهادت آرمانجن پاتې شو، نور يې ایله ملګري، زامن، پيروان او مخلصین لیدل چې قربانۍ ورکوي، خو ده بې له مشورې، لارښونې او دعاګانو بل څه نشوای کولای.

د خپل محبوب امیر ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله سره د بیا لیدو آرمان يې هم قیامت ته پاتې وو..

حقاني صاحب مرحوم په داسې حال کې له فاني دنیاګۍ څخه سترګې پټې کړي چې ناروغۍ پوره ځپلی وو، شریعت وايي: کله الله تعالی خپل یو محبوب بنده ته په جنت کې خورا لوړ مقامات او مرتبې مقدوره کړې وې، خو بنده تر هغې مرتبې پورې رسیدل یواځې په خپلو اعمالو نشي کولای، بیا الله تعالی د عمر په پای کې مرض پرې را ولي، خپل بنده دومره پرې ستړی او مبتلا کړي چې عندالله يې درجات هغومره لوړ شي چې په جنت کې د هغې مقدورې مرتبې لائق وګرځي بیا يې الله تعالی وفات کړي. نحسبه کذالک

مرحوم الحاج حقاني رحمه الله لاړ، خو راتلونکي نسل ته يې داسې درس او سبق پريښود، که چا تګ پرې کاوه، ناکامي او مایوسي نه لري.

حقاني صاحب مرحوم موږ ته د عمل، اخلاص، تقوا، زهد، ایثار او قربانۍ یو سمبول وګرځید، تل به پرې ویاړو، لار به يې پالو، له کړنو به يې زده کړه کوو او د الله تعالی په لاره کې د بې دریغه قربانۍ او ستړیا معاصره قدوه به يې بولو. ان شاءالله تعالی

۲۴/۱۲/۱۴۳۹هـ ق

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهاب
میلمه
شهاب

انا لله و انا الیه راجعون د دوو سپر طاقتونو ماتونکیه مجاهده, سالاره, جنراله, مارشاله … د شهیدانو استاده! په زړونو هیڅ هم نه کیږی, ولله که وچاودیږی کنه د ډیرو به نن چاودلی وای. یو وخت به ما په زړه کی ویل چی که خدای مکړه مشر ملا صاحب باندی څه وشی نو زما زړه خو به حتماً وچوی, بیا همداسی شیخ اسامه, ملا برادر, شهید ملا دادالله, عثمانی صاحب, امیرالموءمنین منصور صاحب او بیا حقانی صاحب خو هرڅه پرځای دی او پدی د مسلمان یقین پخیږی چې یواځی الله پاک به باقی وی خو د مجاهد صاحب حفظه… نور لوستل »

سمسور
میلمه
سمسور

الله دی جنتونه ورکړی خدای ج دی قبر ورته سره ګلونه وګرزوي

جميل
میلمه
جميل

انالله وانااليه راجعون پاك الله(ج)پر جبرييل(ع) غگ وكى چى هغه پلانى ويني واى هو وينم يي نو الله سبحن و تعالى ورته ووايي چى زه له هغه سره مينه كوم أو ته هم مينه ورسره وكه جبرييل(ع) ورته ووايي چى زه هم مينه وررسره كوم ونوروته هم ووايم پاك رب(ج) ورته وايي چي هو ووايه نو جبرييل(ع) به نعره وكي چي هغه بنده سره الله(ج) مينه لري أوزه هم مينه ورسره لرم نو تأسي توله هغه سره مينه وكى تول اسمانونو كي به دا غگ خپورشي أو توله به نعره كي چي مونگ توله مينه ورسره كوو. پاك الله سبحن… نور لوستل »