پاکستان به په جلال اباد کې خپله تړل شوې قونسلګري بېرته ژر پرانيزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال د دوو اړخيزو اړيکو سربېره په جلال اباد د پاکستان د تړل شوې قونسلګري د بېرته خلاصولو په اړه هم خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له خپل پاکستاني سيال څخه غوښتي، چې په جلال اباد کې خپله تړل شوې قونسلګري بېرته پرانيزي او شاه محمود قریشي يې په ځواب کې ډاډ ورکړی، چې دغه قونسلګري به په لنډ وخت کې بېرته عادي فعاليت پيل کړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د پاکستاني قونسلګري د ننګرهار والي حيات الله حيات د قونسلګري په امنيتي چارو کې په مداخلې  تورن کړ او له همدې امله يې د قونسلګري د تړلو اعلان وکړ، خو حيات الله حيات د پاکستاني ډيپلوماټانو تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده، چې دوی یوازې د ويزو اخيستونکو لپاره د اسانتيا برابرولو او د روانو ستونزو د له منځه وړلو لپاره هلته ورغلي.

صلاح الدين رباني د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ته دا هم ويلي، چې د قونسلګري د بنديدو په اړه يې په کابل کې د پاکستان سفير سره هم ليدلي او هم د مثبت پرمختګ ډاډ ورکړی دی.

د دې سربېره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان په اړه هم خبرې کړي او دواړو لوريو هوکړه کړې، چې په راتلونکي لنډ وخت کې به د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ديني علماوو جلا جلا غونډې په اسلام اباد کې جوړې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د