دجاني خیلو ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو پر لاس سقوط کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ يې نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې تېره شپه یې د عملیاتو په ترڅ کې د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ورسره امنیتي پوستې نیولي دي.

نوموړي په دغو عملیاتو کې دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر هم ورکوي او زیاتوي چې ۳۰ تنه عسکر وژل شوي او ۱۸ ټپيان شوي دي.

مجاهد ویلي چې یو شمېر وسلې او نظامي توکي يې هم غنیمت کړي دي.

د خپلو تلفاتو په اړه یې ویلي چې یو طالب وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت رسنیو ته د تیرې شپې برید تایید کړی دی او ویلي یې دي چې په دغه جګړه کې ۴ دولتي عسکر ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
د نوموړي په وینا ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، د طالبانو برید پر شا وتمبول شو او ۲۱ تنه وسلوال ووژل شول.

د پکتیا جاني خیلو ولسوالي یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې په تیرو وختونو کې په مکرر ډول د طالبانو او حکومت تر منځ لاس پر لاس شوې ده.