غزني: مخابراتي شبکې د ورځې یوازې څو ساعته کار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې له دولتي مخابراتي شبکې «سلام» پرته؛ نورې شبکې یوازې څو ساعته کار کوي.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، له دوو ورځو راهیسې په غزني کې یوازې د سهار له اوو بجو تر لسو بجو مخابراتي شبکې کار کوي.

د هغه په خبره په ورځ کې له درې ساعته خدمتونو وروسته دا شبکې بندېږي او یوازې سلام مخابراتي شبکه کار کوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت، یا هم د مخابراتي شبکو رسمي ادرسونو په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د شبکو د بندېدلو مسؤلیت چا پر غاړه اخیستی.

په غزني کې د تېرې میاشتې پنځه ورځنۍ جګړې په موده کې هم ټولې مخابراتي شبکې تړل شوې وې.

په ورته وخت کې د غزني امنیتي چارواکي وايي دوی د ستونزې د حل په لټه کې دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي تدابیر يې ګړندي کړي.

د همدې امنیتي تدابیر په لړ کې له امنیه قومندانۍ سره نښتي او ور څېرمه ګڼ دوکانونه تړل شوي دي.

«خبرنامه» خبري ویبپاڼه د یوې سرچینې په حواله وايي چې د امنیه قومندانۍ دې اقدام ګڼ دوکانداران د خپلو دوکانونو پرېښودو ته اړ کړي.

چارواکي د امنیه قومندانۍ د خوندیتوب په پلمه دوکانداران کډوالۍ ته اړ کړي او ورڅېرمه ګڼ دوکانونه يې د امنیت په پلمه تړلي دي.