«علي محمد بافیض» شرکت: جنرال رازق ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور رانه اخیستي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د «علي محمد بافیض» په نامه د لوژستیکي شرکت مسؤلین وايي جنرال رازق ترې دوه کاله مخکې ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور وړي دي.

د دې شرکیت مشر ویس عزیزي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې هر موټر يې د ۱۲۰ زره ډالرو په اندازه قېمت لري، خو جنرال رازق ترې پرې خېټه اچولی او ان استعمالوي يی.

عزیزي وايي چې رازق دا موټر ترې د مخدره مواد د انتقال په تور نیولي، خو نه يې د تور سپیناوی یا هم محاکمه شوې او نه يې موټر د امانت په ډول ساتلي.

د ده په خبره له همدې موټرو يې خپلو ملګرو ته ورکړي او هم يې حامد کرزي ته دوه عرادې ډالۍ کړي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې که يې په لس ورځ کې د ګډ حکومت مسؤلین غږ وانه وري، نو نړیوالې محکمې ته به عریضه وکړي.

عزیزي وايي دوه کاله کې يې هیڅ مرجع غږ نه دی اورېدلی، خو د رازق ملګري ورته په ټلیفون کې وايي چې د دې موټرو قېمت باید ورکړم او خپل موټر پخپله بېرته واخلم.

جنرال رازق چې د نړیوالو بشري سرغړوونکو په لیست کې هم قرار لري، پر ورته کړنو سربېره پر اختطاف او شخصي زندان لرلو هم تورن دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه

ترڅو چی امریکایان په افغانستان کی شتون لری د امریکا دا ګوډاګیان به همداسی په واک کی وی او هرڅه یی چی زړه غواړی هغه به کوی الله ج دا غلام هلاک کی .