
پکتیا: احمد ابا کې ۱۵ عسکر له جګړې لاس پر سر شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پکتیا په احمد ابا کې ۱۵ عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او له جګړې يې لاس اخیستی.
طالبانو پخپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې عسکرو له لنډ شهرت سره لیکلي، چې دوی د یادې ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې ورسره یو ځای شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي دا «عسکر او پوليس د حقیقت په درک کولو له اجيرې ادارې څخه را جلا او د اسلامى امارت مجاهدينو ته تسليم شول.»
له طالبانو سره په یو ځای شویو کسانو کې اوه تنه د ملي اردو عسکر، یو کمانډو او پاتې د ملي امنیت اړوند عسکر او اربکیان دي.
تر اوسه د پکتیا ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
احمد ابا کې نږدې میاشت وړاندې هم ۱۸ تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شول.
طالبان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم ځانګړی کمیسیون لري، چې د حکومت په پوځي لیکو کې بوخت کسان د همدې کمیسیون له لوري وسلې اېښودو ته هڅول کېږي.