د راتلونکو ټاکنو لپاره فاروق اعظم ښه بدیل

ډاکټر فاروق اعظم

عثمان جلالزی

د افغانستان اوږدې غمیزې ولس دومره بې اعتماده کړ چې اوس په هېچا باور نه کوي. تر ډېره پورې ولس ملامت هم نه دی. هر چا یې په وړاندې معامله وکړه. په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني داسې کاندید و چې د هغه په وینا چې نه مې زور درلود او نه زر. ولس یوازې په دې رایه ورکړه چې فساد به له منځه یوسي او اصلاحات به راولي؛ خو له بده مرغه اشرف غني د ولس ارمانونه پوره نه کړل.

ولسمشر غني هم د پاکو خلکو پر ځای پر کمیشن کارانو ډېر حساب وکړ. د افغانستان غمیزه یوه ښه رهبر ته ضرورت لري. دا چې بیا ټاکنې را نږدې کیږي، هر یو په سټیج ارماني خبرې کوي او د فساد په وړاندې د جدي مبارزې او اصلاحاتو یادونه کوي، خو کله چې واک ته ورسیږي، کړې وعدي یې ټولې هېرې شي.

په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې کوم یو داسې شخصیت شته چې ولس ورباندې له هر اړخه باور وکړي؟ هغه شخصیت ډاکټر فاروق اعظم دی. ښاغلی اعظم یو لوی علمي شخصیت دی. د جهاد سابقه يې هم ډېره سپېڅلې ده. کله چې جهاد ختم شوی دی، وسله یې اېښې ده او د سولې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. له عصري او دیني علومو څخه برخمن دی. د وزارت تر کچې یې دندې ترسره کړې دي، خو نه یې لوړ پوړه ودانۍ جوړې کړې او نه هم محلونه. اوس هم په کابل کې په ټیټه سویه کور کې اوسیږي.

پر نړیوالو روابطو او ژبو کې ښه مهارت لري. د دې ټولنې له کلتور او عنعناتو سره ډېر بلد دی. د تقوا او پرهېزګارۍ ښه بېلګه ده. د افغانستان د اساسي جوړونې لپاره یو ښه پلان او طرحه لري. په ملي یوالي باور دي. د غوره مشرۍ، منطق او استدلال خاوند دی. په واضیح توګه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د موجوده ناخوالو لپاره بهترین بدیل دی. په عامه ذهنیت کې هم پر ولسونو ګران دی.

درې هغه مسایل چې د افغانستان لپاره ډېر مهم دي، لومړی سوله ده. فاروق اعظم په سوله کې ډېره تجربه لري. دویمه مسله د اوبو ده چې نوموړي په دې اړه زیات کتابونه لیکلي او څېړنې یې کړې دي او درېیمه موضوع اداري فساد دی چې د فساد په وړاندې قاطع دريځ لري. په خپله هغه وايي تر هغو چې فساد له منځه لاړ نه شي، وطن هېڅکله نه جوړیږي.

ښاغلی ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان یوه لویه هستي ده. که له دې هستۍ څخه سمه استفاده وشي، په راتلونکي کې د افغانستان د رنځ دوا کېدلای شي.

په درنښت!

تبصرې (2)

  • فاروق اعظم په رشتيا هم په اوسنيو غلو غلامانو كي خه سرى دى كله كله حقائق بيانوي خو په ژوولى ژبه
    داچي گرم جهاد روان دى أو د وسله ايخي ده أو جهادي ژبه أو قلم يي بند شويدي متقي أو سپيسلى نشو ورته ويلاى. بل دا چي له هغو درو مسايلو چي تا يي په پاى كي ذكر كريدى فكر نكوى چي ازادي به مهمه وي. كله چي ازادي راشي د سولي،داوبو او دفساد مسائل دير ساده دي.په اوسني نظام كي چي هر سومره متقي أو پرهيزگاره راولي هغه به هم د شيطان تَر وزرو لاندي كار كوي أو كفر ته به تسليم وي.
    دافغاستان درنز دوا أزادي او إسلامي نظام دى

  • د ښاغلی عثمان جلالزی نیت او نظر به کاملاً سم او پاک وی خو خبره داده:
    سردار داوود ځان پولادی چکُش ګاڼه، تر چنګاښی کودتاه وروسته ئې د اداری فساد په وړاندی سخته مبارزه پیل کړه. څو ورځی دا توده مبارزه روانه وه ،یو څو واړه دولتی مامورین ددې مبارزې په تلکه بند شوه خو نور ستړی او مأیوس شو او فساد دوباره خپل اوج ته ورسېد بناً دا به یو صرفاً ارمانی هیله وی چي د هر اړخیز فساد سره مبارزه نتیجه بخښونکې ده ددې یأس او نا امیدی دلیل دادی چه د فساد سره مبارزه د یوه کس له وسه پوره نده. هر هغه څوک چه په هره کچه د دولت مامور وی هغه په حقیقت کی یو رئیس دی اوس که دا وړوکی رئیس د خپل ځان څخه د فساد په وړاندی مبارزه پیل نه کی لوی رئیس به هیڅکله دومره توان ونلری چي پدې مبارزه کی بریالی شی ، لوی رئیس هم نورو غوندی فقط همدا دوې سترګی او دوه غوږونه او دوې خائې او څلور ویشت ساعته وخت او نورو غوندی جسمانی او روحی قدرت لری بناً د فساد سره مبارزه یو جمعی تصمیم او تقوا ته اړتیا لری نه د یوه شخص( مشر) ارادې او تصمیم ته.
    زموږ په هیواد کی د فساد د کچی د جګوالی یو ستر لامل دادی چي زموږ په هیواد کی د اتیا نوی کاله راوروسته کوم ثابت حکومتی سیسټم او قانون ندی حاکم. ډول ډول حکومتونه د لویو قدرتونو د ګټو د تأمین او تکوین په اساس رامنځته او له منځه تللی دی یعنی هیڅ حکومت د ثبات درلوونکی نه ؤ پدې خاطر هری ډلی او فرد د سبا ورځی د حالاتو په هکله ډاډمن او مطمئن نه ؤ نو ځکه هر چا د خپل دریځ په کچه جیبونه د فساد له لیاری ډک کړیدی. ( خلکیان او پرچمیان شاید ادعا ولری چه په فساد کی ښکیل نه وه، ددې ادعا د احتمالی صِدق علت دادی چه هغوی اصلاً دې اصل ته عقیده نه درلوده چه ګوندی شوروی به ماتیږی او دوی به هم ماتیږی چه همدا غلط او خام ذهنیت خپله یو ډول فکری- عقیدتی فساد ګڼل کیږی، باور وکی که دوی پوهېدای چه څوارلس کاله وروسته ددوی هستی په نیستی اوړی له همهغه لومړی ورځی به ئې تور لاسونه په تورو سترو اداری فسادونو ککړ سوی وای).
    داچه نن سبا اداری فساد د حیرت او حسرت سرحد ته رسېدلی دی علت ئې د نامطمئن سبا نامطمئن او نا معلوم حالات دی که نه، هر هغه مامور چه د خپل ښه سبا په هکله مطمئن وی شاید د فساد څخه لاس واخلی.
    بله خبره چي د یو ولسمشر په هکله باید د منلو او عمومی توافق وړ وی داده چي:
    رئیس جمهور باید د سِن له نظره د مناسب عُمر درلوونکی او د جسمی نظره یو تکړه پوخ ځوان او د زیاتی حوصلې څښتن وی، مارشال شاولی خان او مارشال قسیم غوندی نه وی چي د رسمی لباس د شا جیبونه ئې په درمل او د مخ جیبونه ئې د طبیب په نسخو پرسېدلی وی.