د ستړې زمانې ملنګ رحلت وکړ

نصیب ځدراڼ

د مولوي جلال الدین حقاني (رح) د کورنۍ یو غړي یې کیسه راته کوله چې کله د جلال الدین حقاني (رح) دویم زوی شهید محمد حقاني د امریکایانو بې پیلوټه طیارې په نښه کړ او شهید شو، دا هغه وخت وو چې هره ورځ به ملګرو د شهادت خبرونه را روان وو، نو زه او حاجي خلیل ( د مولوی صیب کشر ورور) ورغلو تر څو چې حقاني صیب (رح) د زوی د شهادت نه خبر کړو، حقاني صیب قرآن کریم په لاس کې نیولی وو او تلاوت یې کولو، حاجي خلیل نه پوهیدو چې اوس څنګه دی خبر کړي،خبر ور رسیدلی وو چې محمد ډرون په نښه کړی،په څنګ کې یې یو بل څوک ناست وو هغه پوښتنه وکړه چې محمد څنګه دی اوس؟موږ ورته و ویل چې ښه دی،خلیل حاجي د تسلیت او حوصلې خبرې یې پیل کړي، په نږدي وخت کې دا د حقاني صیب دویم زوی وو چې شهید شوی وو نو یو دم یې نشو خبرولی، د شهادت فضلیت یې ورته بیانولو، اخر حقاني صیب پوی شو او په غوسه کې یې پوښتنه تر وکړه چې څه کیسه ده؟سمه خبر وکړه؟محمد شهید دی او که زخمي دی؟ حاجي خلیل ځواب ورکړو هو محمد شهید شو،نو مولوی جلال الدین حقاني په څیره هیڅ غم او وارخطایي ښکاره نشوه، ورته ویې ویل ښه نو سمه خبر راته وکړه دا خو څه نوې خبر نه ده او بیا یې تلاوت پیل کړ.

د حق په لار قدم کیښودل سخت نه دي، خو مزل ورباندې کول، استقامت ښکاره کول، او سر ته رسیدل دا د حق لارې هغه غوښتنې دي چې هر څوک یې نشي پورا کولی، مولوی جلال الدین حقاني(رح) هغه څوک وو چې د حق لارې دا ټولې غوښتنې یې پورا کړلې، د حق په لار یې چې قدم کیښود بیا یې شا ته ونه کتل، زخمونه، شهادتونه، د تور لیسټ اخطارونه، او بې ځایه ټاپې هر څه په لار کې ورته راغلل، خو د هیڅ پرواه یې ونکړه او تر مرګ پوري یې د حق په لاره استقامت وکړ.

له نن څخه شاوخوا اتیا کاله مخکې د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ سوریخیلو کلي کې پیدا شوی جلال الدین حقاني په اړه چا دا فکر نه کولو چې دی به نړیوال شهرت ومومي، ژوند به یې یوه اغزنه لار وي، دژوند هره ورځ به یې د ایمان امتحان تر آخلي، یرغلګر او داخلي همکاران به یې د مرګ پلانونه جوړوي خو الله تعالي به کله د غزوه بدر غوندې د روسانو ښکرور ماتولو کار تر آخلي، کله د احد غوندې د بچیانو، وروڼو، ملګرو د کورنۍ د لسګونو غړو غم ور ویني او د بچیانو په لاس به یې د عصر قیصر و کسري (ناټو) د ماتې ننداره اسلامي اُمت ته ور ویني.

د پکتیکا ولایت یو مجاهد تاج الدین کیسه کوي چې د خوست لایت تڼیو ولسوالۍ د “نریزیو” په سیمه کې مو د عسکرو سره جنګ شو، مجاهدینو سره وسله کمزورې او تجربه نه وه، د مجاهدینو شمیر هم کم وو، دښمن قوي شو، مجاهدین سره تیت پرک شول، د ډزو غږونه اوریدل کیدل، مجاهدین په شا شول او د شپې بیرته خپل مرکز ته ټول مجاهدین راغلل خو جلال الدین حقاني نه وو، فکر مو وکړ دوښمن به بندي کړی وي، یا به یې شپه په غرۀ کې وي یا به شهید وي، سهار پسې ورغلو، د کمین پر ځای کې د دوښمن ټانګ ولاړ وو، ور نږدې شولو،د یوه ملګري پښه پر تیږه ولګیده او شور جوړ شو، لاندې طرف نه غږ وشو څوک یي؟
دا غږ د جلال الدین حقاني وو چې د دښمن عسکر یې تسلیم کړی وو، حقاني صیب په ټانګ ناست ملګرو ته انتظار وو چې عسکر او وسله خوندي ځای ته انتقال کړي.

د روسانو په ضد یې د مولوي یونس خالص د یوه قوماندان په حیث جهاد وکړ او تر آخر پورې وفادار ورسره پاتي شو، کله چې داخلي جنګونه پیل شول،جنګیالي او وسله ورسره پریمانه وو خو چا یې یو پاټک و نه لید، نه یې د چوکۍ لپاره داخلي جنګ کې برخه واخیسته، په جنګ کې ښکیلو ډلو له طرفه بریدونه ورباندي وشول خو بیا یې هم د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتلې.

د طالبانو د اسلامي امارت سره بغیر له کوم شرط نه یو ځای شو، د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ او تر مرګ پوري په داسې حال کې وفادار ورسره پاتي شو چې د درېو بیا د پینځو ولایتو د واک وړاندیزونه ورته وشول، د تش په نوم حقاني شبکې ډنډورې وغږول شوې خو د دوښمن یوه هڅه کامیابه نشوه چې جلال الدین حقاني(رح) اړ کړي او د ملا محمد عمر سره کړې وعدې ماتې کړي.

د روسانو د وخت ډیر همسنګر یې ناټو ته تسلیم شول، چوکۍ، مراعتونه او وزارتونه یې واخیستل، بچیان یې خارج ته ولیږل،ځیني د ناټو په صف و وژل شول، خو جلال الدین حقاني خپل ځان ته او بچیانو ته یوه داسې لار خوښه کړه چې د سختیو ډکه وه، په دي دنیا کې خطرات او تاوان وو پکې خو د آخرت ګټې یې پکې لیدي، یو ورور حاجي اسماعیل یې د روس په ضد جهاد کې شهید شوی وو، څلور بچیان شهید نصرالدین، شهید بدرالدین، شهید محمد او شهید محمد عمر یې د امریکایانو په لاس په شهادت ورسیدل، یو زوی یې انس حقاني بندي دی، د یوې خور په شمول د کورنۍ څلور ښځینه او تر پینځوس پورې غړي یې د امریکایانو په لاس شهیدان شول، ورورڼه او بچیان یې تور لیسټ ته داخل شول،کور یې د یتیمانو ډک شو،خو د امریکایانو په ضد یې په دریځ کې هیڅ بدلون رانغی چې دا یې د ایماني غیرت یوه لویه بیلګه ده.

د یو چا قول دی چې که د حق پیژندل غواړئ نو د باطل غشي وګورئ چې د چا په طرف دي، اسلامي تاریخ د معاذ(رض) او معوذ(رض) نه تر خالد بن ولید، حضرت حسین(رض) نه تر صلاح الدین ایوبی، محمد بن قاسم، عمر مختار ، ټیپو سلطان، احمد شاه ابدالي، میرویس هوتک، ملا محمد عمر مجاهد، او اسامه بن لادن غوندي اتلان لري جلال الدین حقاني هم بې له شکه یو اتل وو، چې په هر دور کې د باطل غشو ته ولاړ وو غشي یې په ځیګر وخوړل او د حق لار یې نه پریښوده او په هم دي لاره کې مرګ ورته راغی.

داسې اتلان له دنیا لاړ شي خو د اتلولۍ او حقانیت درسونه دنیا ته ورکړي.
نن په خپل خفګان خوښ یو چې یوه داسې رهبر پسې خفه یو چې هیڅ داسې کار یې ونکړ چې سبا ته موږ ته څوک پیغور راکړي.خپله هم زخمي شو،د کورنۍ ځوانانو ان ښځینؤ یې هم قربانې ورکړه،شهادت یې په قسمت کې نه وو او د خالد بن ولید (رض) غوندي په خپل مرګ وفات شو.
د مفتون صیب څه ښه وایي:

په مغرورو بادشاهانو مې قلنګ دی
زه د ستړې زمانې داسې ملنګ یم

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

كله چي دداسي اتلانو كارنامي و گورو پر خپل إيمان أو غيرت مو شك راشي أو دديري بي همتي احساس وكو. دا توله دپاك رب(ج) پيرزوينه ده چي پر مولوي حقاني(رح) أو د هغه پر كورنى يي كريده.
پاك الله(ج) دي تَر هغه پورته مقام وركي كوم چي ده يي هيله لرله.
أمين يا رب العالمين