fbpx

د لوی جهادي او ملي اتل مولوي حقاني د وفات له امله په لنډو ټکو کي تاثرات

ابوالوفاء

مېړني دي چي ياديږي هم په توره، هم په ننګ.

او

چي دستار تړي هزار دی

د دستار سړي په شمار دي

د جناب مولوي جلال الدين حقاني صاحب د مړيني د خبر په لوستلو سره مي تکان وخوړ. سخت متاثر او خواشینی سوم. خو قال الله تعالی في کتابه المجيد:

﴿ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ (185) ﴾[آل عمران: ۱۸۵].

ژباړه: هر ساکښ (هرومرو) د مرګ د خوند څکونکى دى (په دې مرګ سره تاسي ټول خپل پالونکي ته د حساب لپاره ورګرځئ) او تاسي ټولو ته (ستاسي د اعمالو) بشپړي بدلې د قيامت په ورځ درکول کيږي. بيا چي کوم څوک (د لوى څښتن له خوا عزت وويني او) له دوږخ څخه ليري سي (وژغورل سي) او جنت ته ننه ايستل سي، هغه په صحيح معنا بريالى دى او دغه دنيايي ژوند (د جنت په وړاندي) د تېر ايستلو له (له منځه تلونکو) اسبابو څخه پرته بل څه نه دى.(نو مه په مغروره کېږئ).

وقال سبحانه:

﴿كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ (35) ﴾[الانبياء: ۳۵ او العنکبوت : ۵۷].

ژباړه: په دې نړۍ کي هر څوک (مومن وي که کافر) د مړيني د( ترخه) خوند څکونکی دی او (ای خلکو!) موږ تاسي د دنيا په ژوند کي په ډول ډول تکاليفو، نعمتونو او ګړاوونو ازمويو (چي ووينو آيا پر نعمتونو باندي شکر کاږئ او پر کړاوونو باندي صبر کوئ او که څنګه؟) او (په ټولو احوالو کي) تر مړيني وروسته هرومرو زموږ لوري ته (نه نورو ته) ستاسي راګرځېده دي( او تاسي ته به ستاسي پرکړنو باندي بدلې درکړو).

پر دې بنسټ دا نړۍ يو ازموينځی دی او تر ازمويني وروسته که چا ښه ازموينه ورکړې وه کامياب او که يې بده ازموينه ورکړې وه ناکام به د مړيني په نامه تلو سره ځني وزي او د خپلو کړو سره سم به په اصلي استوګنځي کي تل اوسي او د خپلو کاميابيو او ناکاميو ثمرې به ويني.

ځکه مي نو زړه ته ډاډينه ورکړه چي حقاني صاحب خو د اسلام او هيواد د سرلوړۍ د جهاد لوی اتل وو او له دې ازموينځي ښه بريالی ولاړ او نه پرده څه خوف او ويره ده او نه موږ باید ويرجن اوسو، ځکه د لوی څښتن ډاډ او ژمنه ده :

﴿أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (62) الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ (63) لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (64) ﴾[يونس: ۶۲ – ۶۴].

ژباړه: ٦٢. خبر اوسئ بې شکه کوم کسان چي د الله دوستان دي، پر هغو به (د قيامت له هولناکيو څخه چي ورسره مخامخ کيږي) نه کومه بېره وي او نه به ګروم (غم) کوي.

٦٣. (دغه د لوى څښتن دوستان) هغه کسان دي چي (پر الله باندي) په ايمان راوړلو (او د هغه د پيغمبر په متابعت او پيروي متصف او) ستايلي دي او (د الله د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له منع کړى سوو شيانو څخه په ډډه کولو سره يې) پرهېزګاري غوره کړې ده.

٦٤. دوى ته هم (د دوى د پالونکي له خوا) د دنيا په ژوندانه کي (د ښو خوبونو په ليدلو سره د دوى د خوشاليواو پر دوى باندي د خلکو د ښو ويلو) او هم (د ملايکو له خوا د دوى د ارواوو د اخيستلو پرمهال او تر مړيني وروسته او) په آخرت کي زېرى دى. د الله په (دې ژمنو او) خبرو کي کوم بدلون (اومخالفت) نسته. دا (بدله) لوى برياليتوب دى (ځکه په دې کي ښو هيلو ته رسېده او له هغو څخه چي تره او بېره پکښې وي ژغورنه ده).

دغه ډاډينه يې پاته کسانو، د ده د لاري لارويو اتلو او سرښندونکو مجاهدينو، ټولو پتمنو او غيرتمنو مسلمانانو او خواخوږو او مينه والو ته ورکوم او د جناب حقاني صاحب روح ته د دعاوو لاسونه لپي کوم.

مرحوم مولوي جلال الدين حقاني ممتاز او کامياب سياسي، اسلامي، جهادي شخصيت وو، چي د اسلامي نړۍ، په تېره د ګران اسلامي افغانستان د تاريخ په ډېرو حساسو شېبو کي وځلېد او ښه وځلېد. لومړی يې د اشغالګرو روسانو په ماتولو کي وړ ونده واخيسته او بيا نړۍ خورو امريکايانو او د هغو ملګرو او ګوډاګيانو ته ستر خنډ او خطر وګرځېد. هغه د نيواکګرو او ظالمو کفارو په وړاندي د جهاد او ډغري وهلو بنسټ کښېښود او داسي لار او نخښي يې را ايجاد کړې چي هم هغه په برياليتوب سره پر وخوځېد او هم يې دادی تر اوسه وارثان او پيروان پر خوځي او هم دهغه د لاري ليري او نژدې ډير لارويان يې په مېړانه او اتلولي سره تعقيبوي.

کله چي د مولوی حقاني جهادي کارناموته سړی ځير سي سمدستي يې په زړه کي روښان پير او ملا مشک عالم او ملا عبدالکريم او داسي ډېر نور جهادي، ملي او مبارز اتلان او د کارنامو سړي رحمة الله عليهم ورياد سي او په اوس مهال کي خو نو حقاني د ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله عليه لوی او دروند ملګری وو.

دامهال خو ګران اسلامي هيواد افغانستان د امريکې د خونړي امپرياليزم په ښکېلاکي منګولو کي راښکېل دی او د هيواد په ګوټ ګوټ کي د حق او باطل ترمنځ سخته خونړۍ جګړه روانه ده. امريکايان او لاسپوڅي يې د دې سپېڅلي جهاد او اتلو مجاهدينو پر ضد ډول ډول ناروا تورونه لګوي او ناځوانمردانه تبليغات پسي کوي، په تېره د حقاني په لارویو مجاهدينو پسي. کېدای سي دغو تبليغاتو د ناپوهو وګړو مغزونه څه ور خراب کړي هم وي او د حق او باطل ترمنځ تميز ونه کړلای سي او د ملا محمد عمر، مولوي اختر محمد منصور، ملا هيبة الله اخوندزاده، مولوي جلال الدين حقاني او نورو ډېرو ملي اتلانو په هکله هغه معلومات او حقايق چي زموږ د هيواد او جهاد د تاريخ زرين فصلونه به وي نه وي ور رسېدلي او دااتلان لکه څنګه چي دي ونه پېژني، خو حقيقت دادی چي زموږ د جهاد دا اوسنۍ لاسته راوړني او د دښمن پرله پسې ناکامۍ او سربدالۍ او د دوی په اصطلاح له (حقاني شبکې) څخه ډول ډول شکايتونه او وېري ټولي د دغو علمي، سياسي او جهادي مشرانو او د سنګر د مجاهدينو د کارنامو او اتلوليو زېږنده دي. لنډه داچي د دغو سترو هستيو د زحماتو او سرښندنو او داهيانه کارنامو اغېز دی چي دلته د دښمن غوڅي ماتي او پر باطل باندي د حق د بري او د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره لږ لار پاته ده او د دې لږي لاري سپېڅلی يون به هم که خدای کول په لږ وخت کي تر منزله ورسيږي ان شاء الله.

الله دي زموږ دې ستر ملي اتل او وياړ ته په فردوس جنت کي ښه ایتوګنخی ورکړي، آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د