د اسلامي امت د عظمت او وقار یو بل ستوری هم له مداره ووت !

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

طالبانو نن د یوې رسمي اعلامیې له لارې د شوروي اشغال په خلاف د افغان جهاد تر ټولو پیاوړي او نامتو قومندان مولوي جلال الدین (حقاني) د وفات خبر خپور کړ.

ارواښاد مولوي جلال الدین (حقاني) رحمه الله د پخوانیو جهادي شخصیتونو او مشرانو په جمله کې یو هغه امتیازي شخصیت و چې خپل جهاد یې د وخت او د وخت د حاکمو قوتونو تر مصالحو پوري موقوف نه ؛ بلکې د جهاد د واقعي مفهوم له مخې یې هغه تر خپل هدف پوري موقوف او د ژوند تر وروستۍ شیبې پوري جهادي آرمانونو ته متعهد پاتي شو.

په دې معنی چې زمونږ یو شمیر نور جهادي مشران چې د شوروي اشغال په خلاف یې د جهاد او شهادت لاپي وهلې خو نن بیا د امریکايي یرغلګرو ترڅنګ د هغوي د مدافعینو په حیث ولاړ دي ، څوک یې د جان مکین په مړینې د تعزیت مرثيي غږوي او څوک یې د خلیل زاد په مداحي ځان ویاړمن ګڼي.

خو مرحوم حقاني هغه څوک و چې د شوروي اشغالګرو په خلاف جهاد کې یې یو ورور قرباني کړی ، مګر له امریکايي یرغلګرو سره یې په اوسني جهاد کې یې د څلورو زامنو په شمول د خپلې کورنۍ ۷۵ غړي له دین او هیواد څخه د دفاع په لاره کې نذارنه کړي او د یوه زوی په ګډون یې په لسګونو د فامیل اعضاء اسیران او یا هم له امریکايي یرغلګرو سره په مقابله کې ژوبل شوي دي.

مرحوم حقاني صاحب په معاصر جهادي پیر کې هغه یواځینی شخصیت و چې د اسلامي امت لپاره د یوه ټولنیز قائد امتیازي مشخصات ورکې کماحقه موجود وو.

نوموړی د علم او تدریس په ډګر کې یو جامع عالم، د دعوت او جهاد په ډګر کې یو فداکار مجاهد، د سیاست او حکومت ولي په برخه کې یو ځیرک سیاست پوه او په ولسي او ټولنیزو مناسباتو کې یو ټول منلی ملي او اجتماعي شخصیت و.

مرحوم حقاني د جهادي رهبرانو په منځ کې یواځینی شخص دی چې د جهاد له مادي امتیازاتو څخه یې شخصي ګټه نه ده کړې ، نه د هیواد په داخل او نه هم له هیواده بهر په خپل نوم او نه هم د کورنۍ د کوم غړي په نوم شخصي ملکیت لري ، ټول هغه څه چې له نوموړي څخه په میراث پاتې دي هغه د منبع العلوم په نوم جهادي مدرسه ده چې د شوروي او امریکايي یرغلونو په خلاف د جهاد لپاره تري زرګونو زده کوونکي فارغ شوي ، د خوست ښار په مرکزکې تر ټولو ستر جامع مسجد او همدا راز په لسګونو علمي مدارس او جهادي محاذونه دي چې د باقیات الصالحات په توګه ورڅخه یاد ګار پاتي دي.

د روسانو او امریکایانو په خلاف جنګیدونکي نړیوال مجاهدین لکه شهید ډاکټرعبدالله عزام ، شیخ اسامه بن لادن ، شهید شامل باسایف، شهید خطاب او شهید ابو مصعب الزرقاوي د مرحوم حقاني د جهادي مدرسې شاګردان وو چې د شوروي اشغال په خلاف د ده په جهادي مدرسه کې روزنه تر لاسه او بیا يي له هغې څخه په استفادي سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکايي استعمار په خلاف جهادي فعالیت پیل کړ.

ارواښاد مولوي جلال الدین حقاني د اسلامي امت د معاصر دور صلاح الدین ایوبي دی چې د امت ځوانانو ته یې د صلیبي استکبار په وړاندي د جهاد او مبارزي بریالي تکتیکونه او هنرونه ښه په دقت ور ښودلي ، په خپله یې هم په دې لاره کې د سر، مال او اولاد قرباني ورکړې او نور یې هم دې ویاړمنې لارې ته رابللې دي.

نن چې همدا ستره هستي له دې فاني نړۍ څخه د ابدیت په لور کوچیدلي دا د اللهی قضا او قدر پریکړه ده چې مونږ ورباندې ایمان لرو او پر هغې باندې رضامندي الهي حکم بولو.

تبصرې (2)

  • الله پاک د جنتونه ورکړي هر شی خپل الله ته ګرځی او رجوع ورته کوي ! په مرګ یې غمګین یم هغه داشغالګرو کلک په خلاف او د افغانستان دازادي لپاره یې نه هیرېدونکي خدمتونه کړي دي ! مونږ ټول او زما هم فکره ملګري پرې ویاړو او پرې ژاړو !! الله پاک د جنتونه ورکړي او روح یې ښاد !

  • ظالم او سمټګر خدا نبښي ډالله سبحانه وتعالى بده بنده همغه ده چى بد رسم پړ څاى ايښي وى, د دى نه غير له انتحار او انفجار نه څه پاتي ډي