حقاني؛ یو فکري سیستم!

طارق بدر

مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله، د معاصر جهاد بې جوړې رهبر، هغه چې د ښکېلاک پر وړاندې يې د خپلو اولادونو سینې غلبېل ولېدلې، خو د متانت دا غر، پر ځای ودرید، ودرید او همداسې لوړ سر د لوی رب حضورته ورغی، په داسې حال کې چې تر مخ يې د اولادونو نذرانه ورته وړاندې کړې وه!

دا په تصویر کې ښکاره، خړ پړ، پر پښتون لباس ملبس بدن، همدومره نه دی، دا منظم فکري جریان دی، دا هغه فکر دی چې د کفر پر وړاندې استشهادي اټومي بټۍ ترې را وخوټېدې، دا هغه فکر دی چې نه يې د وارسا پر وړاندې خپل اصول بې ارزښته کړل نه يې د ناټو د ټول زور پر وړاندې مازې تنازل پر ځان ومانه، پر دې فکر باور لرل، د معاصر کفر پر بطلان سره چليپا ایستل دي، ځکه خو د مؤمن په توګه له دې فکره برخمن کېدل حتی د ایمان اړتیا ده!

حقاني فکري سیستم!

په دې فکر کې له ملي ارزښتونو سره تر دې کچې مینه، چې د خپلمنځي شخړو په وخت کې د ډاکټر نجیب له بلنې او غوښنې برخې له ژمنې سره سره خپل ارزښتونو ته ثابت پاتې کېدل، د سولې او ارامۍ لپاره منډې ترړې کول، د هېواد ناموس له ناموس لوټونکو ژغورل شامل دي، دا فکر د هر بهرني یرغل پر وړاندې د سر ښندنې امر کوي او په هیڅ صورت کې سرکوزي نه پېژني.

دا فکر؛ د کفر پر وړاندې سر په ورغوي، کې نیسي، د ظلم پر وړاندې ثابت ولاړ دی او ارزښتونو پر سر معامله نه پېژني!

په دې فکر کې جهاد هدف دی، نه وسیله؛ په دې هدف کې نغښتی هدف د الله جل جلاله رضا او د اسلامي نظام هیله ده!

دا فکر؛ د قربانۍ لپاره د سیالۍ جالبې عملي نمونې وړاندې کوي، په دې فکر کې د فکر رهبر د زړه ټوټې د عمل ډګر ته وړاندې کوي، دلته سپين ږېری پلار د خپلو ځوانو زامنو جنازو ته اوږه ورکوي، هغه هم په داسې محیط کې چې ان فضا هم د هغه پر څار بوخته وي!

حقاني نه مري؛ ځکه چې هغه د یو اسلامي فکر نوم دی او تر څو چې مسلمان د ځمکې پر کره ګام ږدي، د حقاني د ارمان د تحقق لپاره به مبارزه روانه وي!

حقاني، د حقانیت تر ټولو پراخه، معاصره، مهمه او زړه وړونکي نمونه!

رحمه الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د