حقاني صاحب د داود خان په وخت کې ولې هجرت وکړ؟

قاري سعید زرمتی

دا خبره ډیر کسان په ژبه اړوي چې د داودخان د جمهوریت په لومړنیو کلونو کې ولې یو شمیر اسلامي مبارزین له هیواده ووتل او پاکستان ته په هجرت کولو اړ شول.د دې پوښتنې ته لنډ ځواب دا دی چې داود خان د کمونیستانو په مټ واک ته ورسید او په حکومت کې یې کمونیستانو غوښنه ونډه درلوده. د داود خان په واکمن کیدو سره هر ځای په هغو اسلامپالو ځمکه سره تبۍ شوه چې د دموکراسۍ په لسیزه کې یې له کمونیستانو سره ډغرې وهلې وې او د هغوی د فعالیت په وړاندې خنډ وو. کمونیستانو د واک په ترلاسه کولو سره هڅه پیل کړه چې خپل فکري او سیاسي مخالفین د دولتي ځواک په مټ له منځه یوسي، نو ځکه یې د اسلامپالو د نیولو عملیات پیل کړل. مولوي محمد یونس خالص چې د داود خان د وخت له مهاجرینو دی له ګوربت مجلې سره په مرکه کې یې همدې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي ( زه یې په کابل کې ډیر په تنګ کړم، زوی مې یې بندي کړ، زه یې هم بندي کولم نو ځکه د ځان د حفاظت په خاطر پیښور ته لاړم)

برهان الدین رباني د بي بي سي خبریال علي ارغنداوي ته په مرکه کې ویلي چې په کابل پوهنتون یې زما د نیولو لپاره چاپه ووهله، خو زه د پوهنتون له شاتنۍ فرعي دروازې په تیښته بریالی شوم. د غرونو او رغونو په لار مې ځان تر پیښوره ورساوه.

د داودخان د وخت د مهاجرینو له جملې د پکتیا ولایت دوه تنه مخکښ اسلامي مبارزین شهید مولوي نصر الله منصور او مرحوم مولوی جلال الدین حقاني هم وو. راځئ دلته همدا راز راوسپړو چې دغه دوه تنه مبارز عالمان ولې د خپل مسجد او مدرسې په پریښودلو اړ او پیښور ته مهاجر شول.

مولوي حقاني او مولوي منصور د ظاهر شاهي دموکراسۍ له کلونو د کمونیزم په خلاف په دعوتي او سیاسي مبارزه بوخت وو.  مولوي منصور د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په هیبت خیلو کې کلیواله مدرسه درلوده او حقاني صاحب د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې امامت او مدرسه درلوده. چې داودخاني شوه، نو د دوی رقیب کمونیستان چې د دولتي ځواک خاوندان وو د دوی د نیولو په تکل کې شول. شهید منصور صاحب د احتیاط په خاطر له هوارې سیمې لاړ او د شاهیکوټ په غرنۍ سیمه کې یې د مدرسې او امامت چارې پیل کړې.

د ۱۳۵۴ هجري شمسي کال په اوړي کې په اسلامي دعوتګرانو د کمونیستانو فشار نور هم زیات شو. په پکتیا کې محلي چارواکو پلان جوړ کړ چې منصور صاحب او حقاني صاحب ژوندي ونیسي. دوی په نکه کې د حقاني صاحب په کور ناڅاپي برید وکړ چې حقاني صاحب ترې ژوندی خلاص شو خو کور یې تلاشي کړ. دولتي عسکرو د منصور صاحب په کور د برید اراده هم درلوده. خو هغه مخکې له حملې د شاهیکوټ کلی پریښود او له خپلو ماشومانو او څو تنو شاګردانو سره یې د ځدراڼو په یوه لرې پرته ځنګلي سیمه ګړوبي کې واړول چې هم مهال حقاني صاحب هم خپل کور همدلته را انتقال کړ.

د ګړوبي سیمه په ګڼو ځنګلونو او غرونو کې را ایساره وه، هلته بل هیچا ژوند نه کاوه، منصور صاحب او حقاني صاحب په همدې سیمه کې د یوه خوړ په غاړه درې کوټې یا څپرې جوړې کړې، چې دوه کوټې د دوی کورونه او دریم څپری جومات او د دوی د شاګردانو میشت ځای شو. دوی فکر کاوه چې په دې لرې پرته سیمه کې به د کمونیستانو له اذیت څخه خوندي شي او پرته له تشویشه به پر خپل وطن د متعال رب جل جلاله د بندګي فرصت پیدا کړي.

خو کمونیستو دښمنانو دوی ته کله په خپل هیواد کې د ساه اخیستلو فرصت ورکاوه، د ګړوبي په سیمه کې لا د دوی میاشت نه وه پوره شوې، د ۱۳۵۴ لمریز کال د اسد د میاشتې وروستۍ ورځې وې، منصور صاحب زرمت ته کوز شوی و، او حقاني صاحب له خپلو طالبانو او وړو ماشومانو سره په درس او تدریس بوخت و، ناڅاپه دوه شپانه را ښکاره شول چې دوی په خوا منډې راوهي. کله چې را نږدې شول دوی ته یې پیغام راووړ، چې د نکې خلقي ولسوال درپسې لښکر را ایستلی دی، غواړي تاسو ټول ووژني او کورونه مو در وسوځوي. لږ شیبه وروسته رښتیا هم یو لښکر را ښکاره شو، د شلو په شاوخوا کې دولتي عسکر او شاوخوا دوه سوه تنه قومي ټوپکوال وو چې ولسوال تیر ایستلي او را په مخه کړې وو. خلقي ولسوال قومي خلکو ته ویلي وو چې دلته په غرونو کې د انګریزانو په مشرۍ باغیانو ځای نیولی چې باید له منځه یې یوسو.

حقاني صاحب د قومي دود او دستور له مخې د دوی د مخ ګرځولو لپاره د دوو کسانو په لاس قرآن کریم مخې ته ورولیږه، خپلو ملګرو ته یې وویل که یې قرآن ومانه او بیرته وګرځیدل خو ښه خبره ده، مګر که یې قرآن هم ونه مانه او بیا یي هم تعرض کاوه نو یې مرګ روا دی. خو د دولتي لښکر مشر کمونیست ولسوال قرآن کریم ونه مانه او همداسې د دوی پر لور په مخ را روان و. حقاني صاحب او ملګرو یې خپل ورسره څو میله شټنګن او کچه ټوپک سمبال کړل، په غره کې یې ځای ځای سنګرونه ونیول او د لښکر د مخنیوي لپاره یې ورباندې څو ډزې وکړې. حقاني صاحب خپلو ملګرو ته وویل چې یوازې عسکر په نښه کوئ او د قومي لښکر خلک مه وژنئ چې بیا د قوم بدي را په غاړه کیږي. دې ډزو عسکر وویرول،ځای په ځای تم شول او متقابلې ډزې یې شروع کړې. حقاني صاحب څو کسان په منصور صاحب پسې زرمت ته ولیږل تر څو ددې پیښې خبر ورکړي. تر سباورځې همدا ډزې روانې وې او عسکرو جرئت نه شوای کولای چې له خوړ پورې وځي او د دوی په کورونو حمله وکړي. په سبا ورځ منصور صاحب هم راغی، منصور صاحب او حقاني صاحب مشوره وکړه چې که له دې خلکو سره همداسې مقابله جاري وساتي نو یو خو تر ډیره وخته مقابله نه شي کولای بل دا چې اوس کمونیستانو قومي خلک غولولي او د دوی په ضد یی راپاڅولي دي. نو که خدای مکړه قومي خلکو ته زیان ورسیږي بیا به له موږ نه اصلي مقصد کمونیستان پاته وي او له قوم سره به جنجال را په غاړه وي. نو ښه خبره دا ده چې له دې سیمې کډه شو.

دوی را روان ماښام په خپلو ځایونو کې اورونه بل پریښودل تر څو دښمن ګومان وکړي چې شته دي او بیا یې په توره تروږمۍ کې په غرونو او رغونو د هجرت لاره ونیوله. د حقاني صاحب، منصور صاحب او د دوی د څو تنو شاګردانو د هجرت کیسه هغه زړه دردوونکی او روح انګیز داستان دی چې ښایي زموږ معاصر تاریخ یې لږ بیلګې ولري.دوه تنه دیني عالمان یوازې له کمونیستي الحاد سره د دښمنۍ په تور د خپل هیواد پریښودو ته اړ شول. هغوی په دې پراخ هیواد کې حتی په غرونو او ځنګلونو کې هم کې د سکونت فرصت نه درلود. هغوی پرته له زاد او راحلې، له خپلو میرمنو او ماشومو اولادونو سره د پکتیا د اسمانڅکو غرونو په ګړنګونو او پرښو کې د هجرت سفر پیل کړ. هغوی نه په لارو ورتلای شوای، نه هم په هوارو او کلیو او نه یې هم په رڼا ورځ سفر کولای شوای ،ځکه کمونیستي چارواکو ورته هر ځای د جاسوسۍ جال غوړولی و. نو ځکه یې په تپو تیارو کې د ګړنګونو او پیچومو لاره وهله. د شمالي وزیرستان تر دته خیلو پورې دغه پنځه ورځنی سفر خورا سخت او ستونزمن وو، خو دا د عزم او همت غرونه مرحوم حقاني او شهید منصور وو چې هره ستړیا او ابتلاء یې په شا وتمبوله. د هجرت د دې سفر یوه ګډونوال راته کیسه کوله، چې د حقاني صاحب میرمن چې په غرونو کې اوسیدلې وه له سفر او پیاده مزله سره بلده وه، مګر د منصور صاحب میرمن چې عمر یې د زرمت په هوارو کې تېر شوی و او تر دې وړاندې یې د غرونو مزل نه و کړی، دسفر د سختۍ له امله یې پښو کار پريښود. خو په دې خاطر چې دهجرت له قافلې پاته نه شي منصور صاحب په شا واخیسته تر څو یې امن سیمې ته ورسوله. د دین لپاره داسې مشقات تیرول یوازې د ایمان په ځواک ممکن دي. دا وړ ایثار او قربانیو ته تن ورکول د شیدو د مینانو او د ایمان د کاذبو دعوه دارانو کار نه دی.

په دې ډول د داود خان په پوست ننوتي کمونیستان چې دی یې قدرت ته رسولی وو، د دولتي ځواک نه په استفاده یې خپل فکري مخالفین له هیواده په هجرت اړ کړل،دا جریان ثابتوي چې د داود خان د زمانې اسلامپال مهاجرین د کوم هوس له مخې یا د کومې سنجول استخباراتي توطیې په لړ کې د هیواد پریښودو ته نه وو اړ شوي. بلکې دا د کمونیستانو فشار او اذیت و چې هغوی یې د خپل ژوند او عزت د ساتنې په خاطر په هجرت اړ کړل.

جناب حقاني صاحب او دده هم عصر اسلامپال مبارزین زموږ د ملت او درست اسلامي امت هغه محسنین دي چې دخپل تن په قربانیو، د خپل کور او هیواد په پریښودلو او د خپل اهل و عیال په بې کورۍ او اواره کولو سره یې د کمونیزم په خلاف د مبارزې سنګر سمبال کړ. که دوی هغه مهال دغه ستر مشقات نه وای منلي نو نن به زموږ د هیواد دموګرافي له بنسټه متغیره او موږ به له هغه دین څخه ډیر پردي وای چې څوارلس سوه کاله مو نسل په نسل نیکونو راساتلی دی. والحمد لله علی نعمة الاسلام

الله تعالی دې په جناب حقاني صاحب او د هغه په ټولو همسنګرو مجاهدینو او مبارزینو د رحمت بارانونه واوروي. آمین یا رب العلمین

تبصرې (1)

  • سلام علیکم.
    د داوود خان کُناټوَر پلویان چه مغزونه ئې د پروړو ډک او د خامی عقیدې درلوونکی دی همیشه دا خبره کوی چه د اخوانیانو پاڅون او پاکستان ته د هغوی اجباری هجرت یوه خائنانه!!کړنه وه.
    سپین سترګی هم یو حد لری.
    داوود د شوروی په ملاتړ کودتاه ته لاس واچاوه او ټول درانه پرچمیان( دا د شوروی خبیث مزدوران او په مارکسیزم مجهز توری بلاوی) ئې پر ځانو راټول کړه چه تر ټولو لوی خبیث ئې یهود تبار حسن شرق ؤ.( ټول نفوذی کسان د خپل مامویت د سیمی د رواج مطابق ځانو ته نومونه ټاکی).
    اخوانیان تر چنګاښی کودتاه وروسته تر زیات فشار لاندی راغله بناً هم د فشار د خنثی کېدو پخاطر او هم شوروی او سرَه سردار ته د جدی اخطار پخاطر ئې مسلحانه اقدام او هجرت ته پناه یووړه. ددې مسئلې تشریح د یو پراخ بحث وړ ده چه پدې وړوکې کړکۍ کی نه ځائیږی.
    په هر حال، د داوود خان ځینی پلویان په ډېره احساساتی توګه او د واقعیتونو خلاف د اخوانیانو عکس العملونه بیانوی. ځینی دا پلویان ښه پوه او وطن پالونکی خلګ دی خو اکثره ئې ځانونه مؤرخین او اجتماعی تحلیل ګران ګڼی حال داچه یا دروغ وائي یا د کمونسټی رژیم تر نسکورېدو پوری د داوود خان د قاتلینو تر څنګ ناست وه او حتی د کارمل خبیث په انقلابی شورا کی ئې فعّاله برخه او غړیتوب درلود چه ددې ډول په اصطلاح استادانو او د داوود خان له خواخوږو څخه یو لوی بوړه اعظم سیستانی نومیږی.
    دا د ببرک په لمن کی نازولی اکاډیمیسن پخپلو لیکنو کی همیشه د ګلب الدین او مسعود کړنی غندی ( البته د ګلب الدین او مسعود کړنی د ثور تر اتمی وروسته د کلکی غندنی وړ دی خو د داوود خان په حقیقت کی د شوروی په وړاندی ئې پاڅون یو دلاورانه او قهرمانانه پاڅون ؤ) خو سیستانی غوندی روس مزاجه کس ته باید اجازه ورنکړه شی چه ددې دوو کسانو د کړنو د غندلو په پلمه د شوروی د مزدور رژیم او یا داوود خان احمقانه حرکت پر تور تاریخ توره پرده وغوړوی. ما د نوموړی کس ټولی لیکنی لوستی دی، حتی یو ځل ئې هم د خلقیانو او پرچمیانو وطن پلورنکی افکار او کړنی په منصفانه توګه ندی نقد کړی او تر ټولو خائنانه کړنه ئې داده چه کله چه د کارمل په څنګ کی ناست ؤ نه ئې پښتونولی پېژنده او نه ئې بارګزیتوب خو نن سبا ځان هم اصل پښتون بولی او هم اصل بارګزی چه حتی په کومه لیکنه کی ئې د بارګزیتوب پخاطر د ګُل اغا شیرزی توصیف هم لیکلی ؤ هغه ګُل اغا چه حتی پلار ئې لا د پرچمیانو سره په پټه اړیکه تورن ؤ او ګُل اغا هغه څوک ؤ چه د ثور پر اتمه ئې د کندهار په ښار کی د خاد د پلیدی ادارې ټول اسناد وسوځل هغه اسناد چه د ځینو مجاهد ډوله ډلو تړاؤ د رژیم سره پکی څرګند ؤ.