fbpx

پاکستان د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ غوراوي کمیټې مشر انضمام الحق د راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره د پاکستان شپاړس کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د پاکستاني رسنیو راپورونو سره سم د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر غواړي په راتلونکي اسیا جام کې نوي لوبغاړي ولوبوي، له همدې امله یې تجربه کار توپوهونکی محمد حفیظ له لوبډلې کینولی او پر ځای یې نوی لوبغاړي شان مسعود ته موقع ورکول شوې ده.

همدغه ډول پاکستان پخپله لوبډله کې د متحده عربي اماراتو لوبغالو ته په کتلو شپږ چټک او درې سوکه توپ اچونکو ته ځای ورکړی، چې په اسیا جام سیالیو کې به یې ټوله تکیه پر توپ اچونکو وي.

د پاکستان لوبغاړو شپاړس کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

سرفراز احمد (لوبډلمشر، ویکټ کیپر)، فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، بابر اعظم، شعیب ملک، اصف علي، حارث سهیل، فهیم اشرف، شاداب خان، محمد نواز، محمد عامر، حسن علي، عثمان شینواری، شاهین افریدي او جنید خان شامل دي.

د پاکستان لوبډله په ګروپ A کې ځای لري، چې لومړۍ لوبه به غوراوې/کوالیفائر لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي، او خپله دویمه او مهمه سیالۍ به د هند لوبډلې پر وړاندې په ۱۹م سپتمبر ترسره کړي.

پاکستان لوبډله که څه هم د افغانستان سره په ګروپ کې یوځای نه ده او په لومړي پړاو کې سیالۍ نه لري، خو که چیرې دواړو لوبډلو دویم پړاو ته لار وموندله د سیالۍ ترسره کېدو امکان شته چې دغه سیالۍ به هم د اسیا جام یو له مهمو سیالیو څخه وي.

د پاکستان د نوي حکومت راتلو سره سم د کرېکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو، د پخواني مشر نجم سیټي پرځای اوس احسان ماني د پاکستان کرېکټ بورډ مشر په توګه ټاکل شوی، چې اټکل کیږي په لوبډله کې به یو شمېر بدلونونه راولي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ پېل به د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د بنګلدیش او سرېلنکا سیالۍ سره کیږي، او تر ۲۸مې نېټې په دوام وکړي چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې په ۱۷مه نېټه ترسره کوي.

د پاکستان لوبډلې نوملړ په انځوریز ډول:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د