
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): الماني تاریخپوه برند روک، وايي که په نړۍ کې اسلام نه وای، نو بشر به د نننۍ پوهې او پوهنتونونو شاهد نه وای.
روک، چې د سویس په زوریخ ښار کې د پوهنتون استاد دی، د کاتولیکي کلیسا اړوند، «کې، ان، اې» اژانس سره په خبرو کې د اسلام اړوند څرګندونې کړې دي.
هغه وايي اروپا د مسلمانو علماوو د احسان تر سیوري لاندې ځینو علمي مسائلو ته لاسرسی پیدا کړ، چې ځينې مسلمان علماء يې په نومونو یاد کړي دي.
روک وايي مسلمانو علماوو، د افلاطون او ارسطو فلسفه اروپا ته ننویسته، ابو علي سینا طب ورکړ او د اندلس عالم ابن رشد، د ارسطو په اړه بشپړ توضیحات وړاندې کړل.
دغه الماني تاریخپوه دا ردوي، چې ګواکې مسلمانو علماوو یوازې اروپا ته علم نقل کړی دی، بلکې وايي چې انکشاف يې ورکړی او بشپړ لاس پکې لري.
هغه وايي، مسلمانو علماوو په بغدادا او اندلس کې د مسیحي کلیساګانو د کتابتونونو په پرتله خورا لوی لوی کتابتونونه درلودل: «په دې مرکزونو کې کتابتونونه په مسیحي اروپا کې د کلیساګانو د کتابتونونو په پرته څو برابره لوی و، که اسلام نه وای، هیڅ پوهنتون، د منځنۍ پېړۍ د زده کړو کړنلاره او د نن ورځې په څېر هیڅ راز علم او پوهه به نه وه.»
روک؛ په مرکه کې دا هم ویلي، چې په کفري هېوادونو کې د مېشتو مسلمانانو د ژوند له تجربو او ارزښتونو باید ګټه واخیستل شي.
دغه المانی تاریخپوه په داسې حال کې د اسلام پر عظمت او احسان اعتراف کوي، چې اروپا کې اسلامضد ډلې پرلپسې پر تبلیغاتو بوختې دي او هڅه کوي د اسلام پر وړاندې نفرتونه را وپاروي.
زموږ د روشنفکرانو!! ستونزه همدا ده چي فکر کوی اسلام هم مسیحیت او یهودیت او هندوئیزم او بودیزم غوندی یو وچ او بی محتوا او د علم ضد دین دی حال داچي په اسلام کی هر څه واضح دی او روښانه سابقه لری.بله خبره دا چي نن ورځ په غرب کی د اسلام پر ضد سوء حرکات اصلاً دینی انګېزه نلری بلکه یوه پېچلې فکری انګېزه لری، دینی ضدیت هله واقعیت لری چي دواړه خواوی مذهبی احساسات ولری حال داچي د اسلام غربی دښمنان اصلاً مسیحی عقائد نلری بلکه په نورو پلیدو ذهنیتونو ککړ دی چي البته دا خیرنه لوبه… نور لوستل »