جابر کندهاری
چې د ستا له یاده ستړی سم اوده سم
چې بې سیکه لکه مړی سم اوده سم
چې راویښ سم ستا د حسن په کتلو
حیران پاته خوبوړی سم اوده سم
تکامل ته چې رسیږم بیا مانده سم
آدم زاد یم بیا نیمګړی سم اوده سم
زړه مې ستا د یو نظر په قیمت درکړم
باقي نور چې پوروړی سم اوده سم
چې د خوف او رجاء تر منځ سیالي وي
جابر سم په کې دریمګړی سم اوده سم