fbpx

د افغان پریمیئر لیګ لوبډلو د پلور لړۍ کې هیڅ یو افغان پانګوال برخه وانخیسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ او سنیکسر سپورټس لخوا د افغان پریمئر لیګ (APL) لوبډلو د پلور لړۍ په پایله کې پاتې درې لوبډلې هم وپلورل شوې چې هیڅ یو افغان پانګوال په کې برخه وانخیسته.

دغه لوبډلې ټولې د هندي شرکتونو لخوا واخیستل شوې چې له جملې یې د کابل لوبډله د موریلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کیپټل او د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس له لوري وپېرل شوې.

له دې وړاندې دوه لوبډلې (پکتیا او بلخ) هم د دوه هندي شرکتونو لخوا پېرل شوې وې، چې د پکتیا لوبډله د وي راک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له لوري پېرل شوې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل د لوبډلو د امتیاز اخیستو لړۍ پر بشپړېدلو خوښي خو د افغان پانګوالو په نه ګډون اندیښنه وښوده، نوموړي وویل: (دا د افغانستان کرېکټ بورډ او افغانانو لپاره یو ستر ویاړ دی چې د افغان پریمیئر لیګ لړۍ یې په بریا سره په مخ روانه ده او دا دی ټولې لوبډلې یې وپلورل شوې، خو له بده مرغه افغان پانګوالو د لوبډلو په پېرلو کې ونډه وانخیسته، خو هیله ده د لیګ په پاتې لړۍ کې له بېلابېلو لارو په دغه ډګر کې ونډه واخلي.)

نوموړي د لوبډلو له امتیاز اخیستونکو مننه وکړه او د یو ښه راتلونکي لیګ هیله یې وښوده. له دې وړاندې کرېکټ بورډ د افغان پانګوالو لپاره پخپله فیسبوکپاڼه خبر ورکړی و تر څو د لوبډلو په پانګوالۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان غوره لیګ (اې پي ال) د لومړي پړاو لوبې د روان زېږديز کال د اکتوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام ومومي، چې د لوبغاړو د پلور مراسم به هم د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې ترسره شي.

یو شمېر راپورنه وایي چې تر دې دمه په یاد لیګ کې د نړۍ سترو لوبغاړو نومونه راجیستر کړي، چې له جملې یې د شپږیزو پاچا کریس ګېل، بوم بوم افریدي، برینډن میکولم، مصباح الحق، شعیب ملک، کمار سنګا کارا، تیسارا پریرا، تمیم اقبال، عمران طاهر او داسې نور لوبغالي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې ګډون کوي، ټولې به ۲۳ سیالۍ ترسره کیږي، او له مخې به یې ۴۰ خارجي او نور داخلي لوبغاړي ګډون کوي، چې ټولې سیالۍ به د شارجه لوبغالي په کوربه توب ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د