د ناټو او د پاکستاني عسکرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی

Pakistani_soldiers_armyنن ټکی آسیا: د ناټو او د پاکستاني فوځونو په منځ کې د ډزو په پایله کې پرون یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د ډزو دا تبادله هغه وخت پېښه سوه کله چې د افغانستان د خوا بهرني ځواکونو د پاکستان خواته درې توغندی را ګوزار کړې، دا پېښه چې د شمالي وزیرستان د غلام خان په سیمه کې را منځته سوې، ویل کیږي چې پاکستاني ځواکونو هم د افغانستان خواته ګولی اوره ولي دي، مګر د ها خوا د مرګ ژوبلي رپورټ نه دی تر لاسه شوی.

د پاکستاني فوځ ویاند میجر جنرل اطهر عباس دا پېښه منلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د ناټو ته په دغه اړه خپل رسمي احتجاج وړاندي کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.