زلمی خليلزاد افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مشاور شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): افغانستان او عراق کې د امريکا پخوانی افغان نژاده سفير يو ځل بيا افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مشاور ټاکل شوی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له زلمي خليزاد سره اسلام اباد ته له روانېدو مخکې په الوتکه کې خبريالانو ته وويل، چې خليلزاد يې د افغانستان لپاره د بهرنيو چارو وزارت مشارو ټاکلی دی.

مايک پومپيو هيله ښکاره کړې، چې خليلزاد به د افغان بحران په پای ته رسولو او سولې راوستو کې فعال رول ادا کړي او امریکايي ډيپلوماټانو ته به ښې لارښوونې ولري.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير نن اسلام اباد ته ځي او هلته به له پاکستاني  چارواکو سره د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

مايک پومپيو اسلام اباد ته له روانېدو وړاندې په واشنګټن کې رسنيو ته وويل، دی هيله لري، چې پاکستان تېرې خبرې هېرې کړي، د اړيکو د نوي باب لپاره له سره ګامونه واخلي او په رښتينې معنی د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عمليات وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې امریکا غواړي، د افغانستان اوولس کلنه جګړه پای ته ورسوي او په دې اړه يې د پاکستان رول اړين بللی دی.

خليلزاد په افغانستان کې پيدا شوی، خو زده‌کړې او سياسي ژوند يې په امریکا کې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره کړی دی.

خلیلزاد په تېرو اوولسو کلونو کې افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفير په توګه دندې ترسره کړي او امریکا اوس يو ځل بيا نوموړی د افغانستان روانې اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا خاص مشاور ټاکلی دی.

خليلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ افغانستان لپاره د امریکا سفير و، د خپل ډيپلوماټيک ماموريت پر مهال يې د افغانستان اساسي قانون په جوړېدو کې ډېره ونډه درلوده او له پاکستان سره يې اړيکې ترينګلې وې.

د امریکا او افغانستان په استازولۍ به يې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې کولې او په خپل وروستي يادښت کې يې هم ليکلي و، چې پاکستان خو امریکا د خپلو ګټو په موخه جوړ کړی و او اوس دغه موخې پوره شوي دي.

خليلزاد له افغانستانه د تلو پر مهال په خپل يادښت کې ليکلي و: «زه نه پوهېږم، چې د پاکستان لکونو پوځ او اټومي ځواک پاتې کېدل په څه معنا؟»

اوس، چې نوموړی يو ځل بيا افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی مشاور ټاکل شوی، دې سره به يو ځل بيا د هغه او پاکستان اړيکې ترينګلې وي، چې له امله به يې له اسلام اباد سره د کابل او واشنګټن اړيکې نورې هم ترينګلې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د