شهکار د مینې!

ثاقب خپلواک

زموږ د ښکلا د جومات،ښکلی دنګ منار د مینې
ده زموږ د څو انقلابونو ، لوی شهکار د مینې

چې یې په ننګ، غیرت تل پاتي اولسونه ویاړي
ده زموږ د ستړي تاند مسیر ، ستړی سالار د مینې

د مینې مېنه یې لیده ، د سرو لمبو په غېږ کې
چې یې پیدا کړ ، د خزان چم کې بهار د مینې

کړه یې مرۍ د تیارو ، غوڅه د ایمان په خنجر
ده زموږ د ښکلې آذادۍ، رنګین سهار د مینې

د وخت بلاله ! وېښ دې کړل هغه ویده قومونه
تېر دې په مینه کړ ، دې قرن کې خپل وار د مینې

تڼاکې پښې به دې مزل کړې پر اغزنه لاره
سفر دې لڼد کړ ، تر منزله په دې لار د مینې

رنځورې اوښکې دې کړی پاکې په لمن د ښکلا
چې دې د عشق ګریوان ته راوړی، ستن او تار د مینې

د خپلواکۍ د لیلا ، هار دې له سرونو جوړ کړ
ثاقبه ! دا اتل پوهېږي ، په خپل کار د مینې