آيت کرسي او د هغه فضايل او ښېګڼي

عبدالمالک همت

آيت کرسي :

﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ (255)﴾[البقره: ۲۵۵]

ژباړه :

الله هغه دى چي له هغه پرته بل هيڅ د عبادت وړ خداى نسته ، هغه تل ژوندى دى (د بشپړ ژوند ټولي معناګاني، لکه څنګه چي د ده د جلال او سترتوب سره ښايي په ده اړه لري) او (تل) د ټولو کايناتو (مخلوقاتو) د تدبير او ساتني د چارو سمبالوونکى دى (د نړۍ ساتونکى او د هغې د چارو پرمخ بېوونکى دى او د هر ژوندي ژوند په هغه پوري تړلى دى). نه يې پرېشاني وړي (يعني نه يې چرت اخلي او نه پر کالي پر راځي) او نه بيديږي.(تل ويښ دى، سستي او کهالي پکښي نسته او له کايناتو څخه يوه شېبه نه دى غافل) په مځکه او آسمانونو کي چي هرڅه دي ټول د هغه دي.(د خپلو کايناتو په واکمني کي هيڅ سيال او شريک نه لري). څوک دى چي د هغه په وړاندي د هغه له اجازې پرته د چا سپارښت (شفاعت) وکړاى سي؟ هغه د خپلو مخلوقاتو په ټولو هغو چارو چي په تېرو وختونو کي پېښي سوي دي او د هغو په هغو چارو چي په راتلونکې کي ورسره مخامخ کيږي او لا نه دي پېښي سوي پوهيږي، (او د ټولو کايناتو په تېرو، اوسنيو او راتلونکو چارو باندي يې علم چاپېر دى) او هغوى(د الله بنده ګان) د هغه د علم (معلوماتو) هيڅ خبره د خپل علم په دايره (احاطه او ادراک)کي نه سي راوستلاى بې له هغي خبري چي الله يې خپله وغواړي.(له خلکو څخه هيڅوک د هغه د علم په هيڅ شي نه خبريږي، مګر چي خداى يې په وپوهوي او په خبر يې کړي). د هغه کرسي دغونه پراخه ده چي ټول آسمانونه او مځکه ځايوي. او د هغو (آسمانونو او مځکي) ساتنه د هغه لپاره کوم ستومانوونکى کار نه دى او يوازي هغه (په خپل ذات او صفاتو پر ټولو مخلوقاتو) ډېر لوړ او لوى(د عظمت او کبريا د ټولو صفتونوجامع) دى.

څرګندوني :

۱. په عام عرف کي کرسي هم چوکۍ ته وايي او هم تخت (پلاز) ته. لغت پوهان وايي چي کرسي له اصله په عربي لغت کي” الکرس“ ته منسوب ده او د ” الکرس “ معنا ده يو د بل سره يو ځاى سوي او را ټول سوي، له دې امله کتابچې ته ” کراسة “ وايي؛ يعني د پاڼو يا اوراقو ټولګه. دغه راز د ودانۍ لاندنۍ برخي ته چي له بنسټ (تهداب) څخه يې پيل کړي او د مځکي سره يې برابره يا يو څه لوړه کړي او بيايې خالي منځونه له خاورو يا نورو ډک کړي، دې ته هم په عربي ژبه کرسي وايي. ” الکرس“ د هر شي بېخ او بنسټ ته هم وايي.

په قرآن کريم کي پر دغه آيت سر بېره د ص د سورې په ٣٤ آيت کي هم د کرسي يادونه په دې ډول سوې ده :

﴿وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ (34) ﴾

ژباړه:

او موږ په سليمان يو ازميښت وکړ او د هغه د واکمنۍ پر تخت (پلاز) مو يو شيطان (د انسان په بڼه) کښېناوه (، چي تر يوې لنډي مودې پوري يې د هغه په واکمني کي تصرف وکړ)، بيا سليمان خپل پالونکي څښتن ته ور وګرځېد او توبه يې وکښه (او واکمني يې وروسپارل سوه او پر شيطان باندي مسلط سو).

د لوى څښتن سبحانه د کرسي په هکله عالمانو ډول ډول څرګندوني کړي دي، ځيني له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه د يوه روايت پر بنسټ وايي چي: د لوى څښتن کرسي د هغه علم دى. خو ځيني نور عالمان بيا وايي چي دا تفسير د آيت له ظاهر سره سمون نه خوري او بل دا چي د علم خبره خو يو وار په دغه آيت کي تېره سوې ده او وويل سول چي: ﴿ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ ﴾.او دا هم ده چي کوم څه چي له ابن عباس څخه روايت سوي دي، ده ته يې إسناد صحت نه لري، په راويانو کي يې جعفر بن ابي مغيرة سته او د ابن ابي مغيرة په هکله ويل سوي دي چي قوي نه دى. وګورئ د د احاديثو د نامتو کره کوونکي علامه ناصر الدين الباني السلسلة الصحيحة .

ځيني نور له ابن عباس رضي الله عنهما څخه د يوه بل روايت پر بنسټ وايي چي: د لوى څښتن کرسي د هغه د دواړو قدمونو ځاى دى. خو دا روايت د حديث پوهانو د څېړنو له مخي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په صحت نه دى رسېدلى. وګورئ په مکتبة الشاملة کي دعلامه الباني سلسلة الأحاديث الصحيحة وشيء من فقهها وفوائدها.

بل قول دادى چي له کرسۍ څخه مراد د لوى څښتن عظمت او ستر توب دى، ځکه چي په حقيقت کي خو نه کرسي سته، نه پر هغې کښېنستونکى او نه هم داسي څوک چي پر هغې کښېني.

بل چا بيا ويلي دي چي له کرسۍ څخه موخه د لوى څښتن جل جلاله واکمني او سلطنت دى.

ځينو ويلي دي چي له کرسۍ څخه عرش مراد دى.

خو له صحيحو احاديثو څخه جوتيږي چي عرش بېل دى او کرسي بېله ده. او دا هم د احاديثو له مخي صحيح بلل سوې ده چي عرش تر کرسۍ لوى دى او کرسي تر عرش وروسته په مخلوقاتو کي ډېره لويه ده.

نو په دې اړه ډېره ښه رايه د هغو مفسرينو ده چي وايي: که څه هم موږ د عرش او کرسۍ په څرنګوالي او حقيقت نه پوهيږو ځکه چي دا د بشر په واک کي نه ده، خو د دواړو پر شتون باندي په هغه ډول چي په قرآن کريم کي يې يادونه سوې ده ايمان واجب دى او انکار يې روا نه دى، ځکه د لوى څښتن په واک کي هر څه سته او هغه د عرش او کرسي په هکله په خپله موخه ډېر ښه پوهيږي.

۲. دغه آيت چي آيت الکرسي ورته وايي په قرآن کريم کي ډېر لوى او افضل آيت دى. او د فضل معنا داده چي د دې آيت ويل د نورو آيتونو په پرتله ډېر ثواب لري. دا ځکه چي په دې آيت کي د لوى څښتن سبحانه د يو والي او د هغه د صفاتو د سترتوب په اړه داسي مفاهيم يو ځاى بيان سوي دي، چي په نورو کي نه دي بيان سوي. ځکه نو د دغه آيت د لوستلو، په تېره ماخستن د ويدېدو پر مهال او تر فرضي لمونځونو وروسته د هغو د ويلو د ثواب او فضيلت په هکله صحيح احاديث روايت سوي دي.

په دې آيت کي لوى څښتن خبر ورکړى دى چي هغه داسي يو خداى دى چي له ده پرته بل رشتينى خدای نسته، د الوهيت(خدايي) د ټولو معناوو در لودونکى دى او له ده پرته بل هيڅوک د خدايى او د لمانځني وړ نه دى او د بل هر چا عبادت باطل دى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د