نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): په بادغیس کې د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.
د بادغیس د د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني ويلي، قومندان اسماعیل خان او ساتونکی يې پر ځينو پوستو د احوال پوښتنې په حال کې د یو ماین ښکار شو.
طالبانو د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي، چې دغه قومندان او ساتونکی يې د فیروز سیمه کې د دوی سرتېرو پر خښ کړل شوي ماین برابر شول.
طالبان وايي هغه دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي.