
عبدالله عبدالله: حقاني په «تېر» جهاد کې مهم رول درلود
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د روسانو پر وخت جهاد کې مهم رول لوبولی دی.
هغه چې پخپله هم ځان ته د تېر جهاد ویاړ منسوبوي، پرون په یوه ناسته کې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په اړه څرګندونې وکړې.
اجراییه رییس وویل، د هغه مړینه به پر روانه جګړه کومه اغېزه ونه لري.
طالبانو پرون، د رسمي اعلامیې له مخې خبر ورکړ، چې مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په حق رسېدلی دی.
اجراییه رییس وویل:«نوموړي د جهاد په دوره کې مهم رول لوبولی دی.»
عبدالله عبدالله د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل پر وړاندې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله مبارزه «تروریزم» بللې او ان هغه يې په «جنایاتو» کې ښکېل بللی دی.
اجراییه رییس په تېر جهاد کې د جمعیت تر چتر لاندې له احمد شاه مسعود سره نږدې ټوپکوال و.
د حکومت بل شریک محمد اشرف غني تر اوسه د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د وفات په اړه څه نه دي ویلي.