عبدالله عبدالله: حقاني په «تېر» جهاد کې مهم رول درلود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله ويلي، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د روسانو پر وخت جهاد کې مهم رول لوبولی دی‎. ‎

هغه چې پخپله هم ځان ته د تېر جهاد ویاړ منسوبوي، پرون په یوه ناسته کې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په اړه ‏څرګندونې وکړې‎. ‎

اجراییه رییس وویل، د هغه مړینه به پر روانه جګړه کومه اغېزه ونه لري‎. ‎

طالبانو پرون، د رسمي اعلامیې له مخې خبر ورکړ، چې مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په حق رسېدلی دی‎. ‎

اجراییه رییس وویل:«نوموړي د جهاد په دوره کې مهم رول لوبولی دی.»‎

عبدالله عبدالله د امریکا په مشرۍ د ناټو د یرغل پر وړاندې د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله مبارزه «تروریزم» بللې او ان ‏هغه يې په «جنایاتو» کې ښکېل بللی دی‎. ‎

اجراییه رییس په تېر جهاد کې د جمعیت تر چتر لاندې له احمد شاه مسعود سره نږدې ټوپکوال و‎.‎

د حکومت بل شریک محمد اشرف غني تر اوسه د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله د وفات په اړه څه نه دي ویلي‎. ‎