fbpx

اشرف غني د جعلي تذکرو د څېړنې امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني امر کړی، چې د «لوی ملي ائتلاف» له لوري د وړاندې شویو جعلي تذکرو دقیقه څېړنه دې وشي‎. ‎

ارګ وايي هغه له تېر کال راهیسې د ټولو صادرو شویو تذکرو د څېړنې او ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی‎. ‎

«‎لوی ملي ائتلاف» څو ورځې وړاندې رسنیو ته ګڼې تذکرې وښوودلې چې په جعلي ډول وېشل شوې دي‎.‎

د سیاسي ګوندونو دې ائتلاف وویل چې لس زره جعلي تذکرې په لاس کې لري، چې په جوړولو کې يې حکومت او د ټاکنو ‏کمیسیون دواړه شریکان دي‎. ‎

بې بې سې لیکلي، چې دوی داسې جعلي تذکرې هم موندلې چې د ټاکنو کمیسیون له لوري فلیټر شوې او ډيجیټلي ذخیره شوې ‏دي‎. ‎

که څه هم حکومت د ټاکنیزې پروسې اړوند د شفافیت تبلیغات کوي، خو د دې پروسې څارونکي بنسټونه او سیاسي ګوندونه ‏حکومت په ژوره لاسوهنه تورنوي‎. ‎

تازه د دې ائتلاف اجراییه مشر احمد ضیاء مسعود ویلي، چې حکومت هڅه کوي ټاکنې پخپله ګټه را وڅرخوي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د