
احمد ضیاء مسعود: حکومت پر خپله ګټه د ټاکنو د را څرخولو هڅه کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): احمد ضیاء مسعود وايي حکومت او د ټاکنو کمیسیون د منظمې نقشې له مخې غواړي ټاکنې د حکومت د مشرانو په خوښه را وڅرخوي.
هغه له طلوع نیوز سره په خبرو کې روانه پروسه بشپړه له درغلیو ډکه وبلله او ټینګار يې وکړ، چې موقته اداره رامنځته شي.
مسعود وویل، حللاره دا ده چې یو مؤقته اداره رامنځته شي او ولسي باور خپل کړي.
په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي وايي، مؤقته اداره یو «غیر عملي» اقدام دی.
محمد اشرف غني تازه امر کړی چې د ملي ائتلاف له لوري وړاندې شوې تذکرې دې وڅېړل شي.
هغه یو پلاوی ټاکلی چې د تېر لمریز کال راهیسې تر اوسه پورې ټولې صادرې شوې تذکرې ور ارزوي.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی پرلپسې له سیاسي ګوندونو غوښتي، چې له دوی سره په ګډه کار وکړي، خو په وینا يې اوس چې هر څه کوي «د دوی کار دی.»
څو ورځې وړاندې محمد اشرف غني سیاسي ګوندونو ته په ګواښمنه لهجه د منحلېدو ګواښ هم کړی و.
سیاسي ګوندونه حکومت په ټاکنیزه پروسه کې پر لاسوهنو تورنوي او د دې پروسې د ښه والي په پلمه ځينې طرحې او وړاندیزونه لري چې له حکومته يې د منلو غوښتنه کوي.