د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز اسلام اباد ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پنټاګون لوی درستیز جوزف ډانفورډ تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل‎. ‎

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دوی د سفر هدف له «وسله‌والو ډلو» سره د دې هېواد د مرستې ‏اړوند خبرې دي‎. ‎

اعلامیه زیاتوي چې دوی به د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وويني‎. ‎

څو ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ، چې په پوځي برخه کې له پاکستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته به ورنه کړي او په «وړ ‏ځای کې به يې ولګوي.»‎

پاکستاني چارواکو د دې مرستې بېرته غوښتنه کړې او له امریکا يې د دوامدارې مرستې هیله کړې‎. ‎

امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلاميې دا هم ویلي، چې دغه امریکايي چارواکي به له پاکستان وروسته هند ته هم سفر ولري‎.‎