fbpx

حقاني په حق ورسید خو حقانیت لا ژوندی دی !!!

لیکنه : مفتي احسان الله . . .  

الله رب العزت د خپل خالقیت عادت له مخي همیشه اسلامي ټولني ته داسي شخصیات وړاندي کړي ، چې هغوی په هر ډګر کې د ( إنّ الله يبعثُ لهذه الأمّة على رأس كل مائة سنةٍ من يجدّد لها دينها . سنن أبي داود: 4/ 109) ، مصداق جوړ شوي ، که تاریخ د صلاح الدین ایوبي ، محمد بن قاسم ، موسی بن نصیر ، طارق بن زیاد او يا د خالد بن ولید ، جعفر بن أبي طالب، ضرار بن الأزور ، أسامة بن زید ، عبیدة بن الجراح ، عکرمة بن أبي جهل او مجزأة بن ثور رضوان الله علیهم أجمعین په شان كارنامې ژوندۍ ساتلې .

همداسي د اسلامي تاریخ زرین دور د دوی په شان د ویاړلو شاهکارانو ، د غیرت ، مېړاني او شجاعت قصې هم له خپل روان مسیر سره یو ځای ژوندۍ ثبت کړې او راتلونکو نسلو ته يې د هغوی د لارموندني په پار وړاندي کړې دي ، د تاریخ دا اتلان د الله جل جلاله د عادت سره سم ، کله هم تر یوې محدودي جغرافيې ، قوم ، نژاد او ټبر پوري تړلي ندي پاتي شوي ، بلکي الله رب العزت کله داسي د قحت الرجال په وخت کې له یو داسي نوم ورکي انسان نه کار واخلي چې د جسم په لحاظ که څه هم یو عادي انسان بلل کیږي ، خو فکر او کارنامې يې د پوره امت سره برابري وي ، د وخت له طاغوت سره په خالي لاس میدان ته ور ودانګي او بالآخر د تاریخ یو ستر نومیالی ترینه جوړ شي .

په معاصر وخت کې چې امت مسلمه په یقین سره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دې حدیث چې «يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها» سنن أبي داود: 4/ 111 ، مصداق جوړ شوی ، د اسلام او مسلمانانو د مظلومیت په دې وخت کې تر بل هر زمان و داسي رجالو ته اړتیا ده چې امت په هغه لار سوق کړي ، په کومه کې چې زموږ د نجات او بریا راز مضمر وي ، له دې جملې نه زموږ په معاصر وخت کې الله رب العزت د افغانستان پر مظلوم او بې چاره اولس خصوصا او پر امت مسلمه عموما ، د حقاني صاحب په شکل کې دا انعام پيزو کړ . هو ! روښتیان همدا سړی حقاني و .

حقاني صاحب د اوسنۍ نړۍ هغو دوو قطبو ، چې یو يې ځان د دنیا شرقي او بل يې غربي قطب بولي ، او په خپل مادي قدرت مغرور و مست د وخت سپرپاور (روس و امریکا) چې د بل تمدن قائل بيخي دي نه ، هغوی سپېڅلی اسلامي تمدن د ځان لپاره یو سور خط بولي ، نو ځکه يې دې بېچاره او بې سرپرسته مظلومانو ته د جبر او ستم مټي را بډ وهلې ، د کم وسۍ په دې وخت کې ، د سرو لښکرو او صلیبي ځواکونو مبارزې ته الله رب العزت د عبد الله جلال الدین حقاني په شکل کې د حقانیت او ايثار، د وخت صلاح الدین پیدا کړ .

په روښتیا حقاني صاحب یو شخصیت نه ! بلکي د معاصر پیر لپاره یو حقاني فکر او جهادي مکتب و ، له حقاني صاحب نه لا پخوا د علم ، د عوت ، جهاد ، مبارزې ، وطن پالني او د امت د اتحاد پلویانو د حقانیت و ایثار الهام اخیستی ، حقاني صاحب د جهاد او سرښندني د قافلې هغه هوښیار و ځیرک ساربان و ، چې په دې ستونزمنه لار کې د فدا کارۍ او قربانۍ مشعل تر بل هر چا روښانه او ځلاند ساتلی و .

هوکي !

حقاني رحمة الله تعالی علیه که نن زموږ يه منځ کې نشته ، خو د هغو حقاني فکر ، مکتب او مسیر لاژوندی پاتي دی ، د ده پر لار اوس هم یوه سرته قافله مزل وهونکې ده ، او یقین لرم ، چې پر دې لاره به د تلونکو مسیر همداسي روان دوان وي ، خو دا به الله ته منظوره وه ، چې د وخت د طاغوت له لاسه يې نه د دې مسیر ساربان محترم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی ته او نه هم محترم جلال الدین حقاني رحمة الله تعالی علیه ته شهادت ورپه برخه کړ ، کيدای سي راز یې دا وي ، چې دا به د مسلمانانو د زړونو لپاره بیا یو تل پاتي در و .

د حقاني رحمه الله تعالی د حقانیت لپاره بس همدا بسنه کوي ، چې د ستر دجال د چالو په وخت کې هم الله رب العزت ورته د استقامت ویاړ په برخه کړ .

حقاني صاحب له مرګه وروسته هم دښمن ته ژوندی دی

حقاني صاحب که څه هم نن په ژوندیو کې شمار نه دی ، خو دشمن يې په خپله ځاله کې اوس هم د ده له نامه نه دومره ډار لري ، لکه حقاني صاحب چې په خپله له ماشین او چانټې سره ور روان وي ، الله پاک دي د ده رعب همداسي پر دشمن ژوندی لري .

د لوی څښتن نه حقاني صاحب ته د مغفرت غوښتونکی یم ، او الله رب العزت دي د ده کورنۍ او ټولو خواخوژو ته صبر او استقامت ور په برخه کړي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د