طالب سرتېري د نظامي روزنې پر مهال

هلمند: ګریشک کې طالبانو د کنډک نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو.

خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په دوولس بجې پیل شو، چې په پایله کې يې « کنډک په بشپړه توګه فتح او پکې میشت ۷ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل پاتي یې په تېښته ولاړل.»

د هلمند ځايي چارواکو هم په یاده سیمه کې د جګړې خبر ورکړی او د اردو د دریو عسکرو د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو پخلی يې کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دعوه کړې چې په هوايي برید کې د طالبانو یو موټر ویجاړ شوی او پکې سپاره کسان وژل شوي دي.

طالبانو د خپلو دوو ملګرو د ټپي کېدو او یو بل د وژل کېدو پخلی کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د