پکتیکا: طالبانو قومي مخورو ته د ښوونیزو ادارو د ساتنې لیکلی ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې قومي مشران وايي طالبانو ورته د ښوونځيو د ساتنې لیکلی ډاډ ورکړی او دوی يې د اولادونو زده کړې ته هڅولي دي.

دوه ورځې وړاندې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال او سید جلال بخاري ښوونځيو کې د نامعلومه کسانو له لوري چاودنې وشوې، چې د ښوونځيو ودانۍ زیانمنې کړې دي.

پکتیکا کې قومي مشر حاجي باشاه خان شرنوال رسنیو ته ويلي، طالبانو د دې چاودنو غندنه کړې او دوی ته يې د ښوونیزو ادارو د ساتلو ډاډ ورکړی دی.

قومي مخورو له طالبانو خوښي ښوودلې او په خبري غونډه کې يې دوی ته ورکړی لیک هم رسنيو ته وښود.

په لیک کې ډاډ ورکړل شوی چې طالب سرتېري به د خپل مسؤلیت له مخې د ښونیزو ادارو ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د پکتیکا ځايي امنیتي چارواکو د طالبانو له لوري د دې ولایت د مرکزي سیمو د پوهنې مسؤل په یوه چاپه کې ونیو.

leek paktika

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د