
طیب اغا: د مولوي جلال الدین حقاني وفات لویه ضایعه ده
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید محمد طیب اغا د پخواني جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې له امله په یوه پیغام کې خواخوږي ښوولې ده. طالبانو وړمه ورځ د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې اعلان وکړ. سید طیب اغا مولوي حقاني د جهاد له مشهورو شخصیتونو څخه یاد کړی او د مسلحانه مبارزې او سولې مشر یې بللی.
ښاغلي طیب اغا له اوږدې چوپتیا وروسته د مولوي حقاني د مړینې د خواخوږۍ پیغام کې د هغه هڅې او کوښښونه ستایلي دي. طیب اغا ویلي «د تحریک د پرمختګ په لومړنیو پړاوونو کې يې له مرحوم مشر ملا صاحب رحمه الله سره اړیکي ونیول او د ژوند تر پایه د یوه معزز مشر په توګه د تحریک د حامي او رهنما په حیث پاتې شو». دغه طالب مشر د امریکا د یرغل پر ضد د مولوي حقاني هڅې او قربانۍ هم ستایلې دي «پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته یې په ضعیف او کمزوري بدن د جهاد غږ وکړ، خپل څلور ځوانان زامن یې په دې لار کې نذرانه کړل او د ژوند تر وروستیو شېبو پورې خپل عهد کې ټینګ پاتې شو».
طیب اغا د مولوي حقاني مړېنه لویه ضایعه بللې «نن چې موږ د تاریخ په یوه باریک پړاو کې واقع یو، له شک پرته د مرحوم حقاني صاحب په څېر علمي، ولسي، جهادي او اصلاحي شخصیت وفات ډېره لویه ضایعه ده چې ډکېدل به یې ډېر وخت ونیسي». سید طیب اغا د مولوي حقاني د مړینې له کبله د طالبانو مرستیال او د مولوي جلال الدین حقاني زوی، ملا سراج الدین حقاني سره ځانګړې خواخوږي ښوولې «د دغه ستر شخصیت د وفات له کبله خپل د خواخوږۍ مراتب قدرمن ورور الحاج ملا سراج الدین حقاني صاحب، د حقاني صاحب ټولې مجاهدې کورنۍ او په ټوله کې يې ټولو مجاهدینو او ولس ته وړاندې کوم. الله تعالی دې د مرحوم مولوي صاحب ټولې سعیې او ستړې په خپل دربار کې قبولې کړي او د هغو په برکت افغانستان له اشغال څخه خلاص او افغانانو د اسلامي نظام په برخه کړي».
بشپړ متن:
د قدرمن مولوي جلال الدین حقاني د وفات په مناسبت د خواخوږي پیغام ۔
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
ارواښاد مولوي جلال الدین حقاني صاحب د پخواني شوروي اتحاد پر ضد زموږ د جهاد له مشهورو او معروفو ملي او جهادي شخصیتونو څخه و چې د جهاد له بریا وروسته یې په کورنیو جګړو کې برخه وانه خیسته او د ثالث بالخیر په حیث یې د تنظیمونو ترمنځ د سولې هڅې جاري وساتلې. په دې حساب سره مرحوم حقاني صاحب د مسلحانه مبارزې او سولې مشر و. د تحریک د پرمختګ په لومړنیو پړاوونو کې يې له مرحوم مشر ملا صاحب رحمه الله سره اړیکي ونیول او د ژوند تر پایه د یوه معزز مشر په توګه د تحریک د حامي او رهنما په حیث پاتې شو. پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته یې په ضعیف او کمزوري بدن د جهاد غږ وکړ، خپل څلور ځوانان زامن یې په دې لار کې نذرانه کړل او د ژوند تر وروستیو شېبو پورې خپل عهد کې ټینګ پاتې شو.
نن چې موږ د تاریخ په یوه باریک پړاو کې واقع یو، له شک پرته د مرحوم حقاني صاحب په څېر علمي، ولسي، جهادي او اصلاحي شخصیت وفات ډېره لویه ضایعه ده چې ډکېدل به یې ډېر وخت ونیسي. د دغه ستر شخصیت د وفات له کبله خپل د خواخوږۍ مراتب قدرمن ورور الحاج ملا سراج الدین حقاني صاحب، د حقاني صاحب ټولې مجاهدې کورنۍ او په ټوله کې يې ټولو مجاهدینو او ولس ته وړاندې کوم. الله تعالی دې د مرحوم مولوي صاحب ټولې سعیې او ستړې په خپل دربار کې قبولې کړي او د هغو په برکت افغانستان له اشغال څخه خلاص او افغانانو د اسلامي نظام په برخه کړي.
درناوی۔
حافظ سید طیب اغا
یا خالقه ته زمونږ داسی مبارزین چی د اسلامی نظام زمریان دی خپل امان کی له هر قسم ناروغی او خطر نه وساته.
شكرا