د مرحوم جلال الدین حقاني پر وفات د فاروق اعظم پيغام

خدایه څه سول هغه ښکلي ښکلي خلک – په باطن په ظاهر پاک سپیڅلي خلک

انا لله و انا الیه راجعون

د اسلام د معاصر تاریخ ځلانده ستوری او د افغانستان د ویاړلو حماسو وتلی اتل (مولوی جلال الدین حقاني) ولاړ.

طاغوتي طاقتونو ډير کوښښ وکړ چی دا روښانه مشعل مړ کړي؛ خو برعکس وځلید، لمبه سو او د ډیرو ږیري، مخان او سرونه یی وروسوځول. خپله لکه شمع ویلی سو خو د دین او وطن د پتنګانو محفل یی روښانه او تود وساتی.

مړونه دي یادیږي په سندرو هم ویر

زما د جنګ او سولي ټینګ انډیوال وو. خلیق، دروند او عالیجناب سړی وو. خدای عزوجل خپل حضور ته وروغوښت. زموږ ورپسی لار ده.

زه ده ته جنت فردوس، کورنۍ ته یی صبر جمیل او وطن ته یی نعم البدیل غواړم.

درناوی

فاروق اعظم