fbpx

‏ کابل ښار کې دوو پرله پسې چاودنو اتلس کسان وژلي او شپېته نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د دوو پرله ‌پسې چاودنو له ‏امله اتلس کسان وژل شوي او له شپېتو زيات ټپيان دي.‏
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي ويلي، چې نن له ماښام وړاندې د کابل ښار په لويديځ ‏قلعه ناظر سيمه کې د خاتم الانبيا په نوم د پهلواني په يوه کلب کې دوه پرله پسې چاودنې شوي دي.‏
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د دواړو چاودنو اتلس مړي او شپېته ټپيان روغتونو ته لېږدول ‏شوي دي.‏
افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره «نی» وايي، چې په دوهمه چاودنه کې شپږو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله ‏اوښتې ده.‏
په دوهمه چاودنه کې دوه خبريالان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. ‏
د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو په تېرو وختونو کې د دغه ډول چاودنو پړه داعش وسله‌ والې ډلې ‏منلې دي.‏
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رښتين
میلمه
رښتين

دا د امريکې پلان او پروګرام دی. امريکايان په سوريه کي د دوی د ګوډاګيانو پر ضد او د بشار اسد په پلوي له جنګېدونکو افغاني اهل تشيع څخه دلته په دې ډول غچ اخلي. د دې ټولو مرګ ژوبلو مسؤوليت د افغاني اهل تشيع د هغو مشرانو پر غاړه دی چي له ايران او افغانستان څخه يې د سوريې په جګړه کي د ګډون لپاره تشيع ځوانان لېږل او اوس هم دا کار کوي. دغه مشران د ايران له خوا په ورکړه سوو پيسو جيبونه ډکوي او له هغو څخه تشيع ځوانانو ته د يو څه لږو پيسو په… نور لوستل »