fbpx

پاکستان: د امريکا هره غوښتنه نه شو منلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو  وزير او د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ نن اسلام اباد ته تللي و او هلته يې د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر ډګر جنرال قمر جاويد باجوه سره د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې په شمول په دوو اړخيزو اړيکو خبرې کړي دي.

ډيپلوماټيکو سرچينو ويلي، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير د امریکا له لوري پاکستان ته د درې سوه ميليونه ډالرو مرستو د بېرته ورکولو لپاره له پاکستانه يو ځل بيا غوښتي، چې د ټولو وسله والو ډولو پر ضد جدي عمليات وکړي، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې او زياته کړې يې ده، چې د امریکا هره غوښتنه نه شي منلی.

مايک پومپيو ټينګار کړی، چې د امریکا او پاکستان د اړيکو پر مهال به د دواړو هېوادونو ګټې په نظر کې نيول کيږي.

له پاکستاني چارواکو سره له ليدو وروسته مايک پومپيو او جنرال ډنفورډ هند ته ولاړل او هلته به هم د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې هم د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان امریکايي رسنيو سره په مرکه کې ويلي و، چې پاکستان د امریکا غلام نه، بلکې شريک دی.

عمران خان ټينګار کړی و، چې له امریکا سره د جګړې په اړه نه، بلکې يوازې د سولې او له افغانستانه د امریکا په وتلو کې مرسته کولی شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زماپه اند په سيمه كي يو لوى مثبت بدلون راروان دى، كيداى شي غلط واوسم پاكستان به نور دامريكا نوكر نوي (دافعانستان د بركة). پاكستان ته به له دي وروسته تر امريكا افغانستان مهم وي. پاكستان،چين،روسيه،تركيه او ايران به كرار كرار په امريكايي دالر معاملي محدودي كي وروسته به ماليزيا،شمالي كوريا،جاپان أو زيني نور هم په منزنى اسيا ، عربو أو افريقا كي زانونه ور گد كي او له امريكا به زانونه ليري كي أمريكابه هند ته زان نژدي كي . هند،امريكا أو اسرائيل فاشستي اجنداوي لري.داچي په سيمه كي أمريكا منزوي كيژي (داهم دافغانستان د بركة) هند به دير… نور لوستل »

سوله ،اوربند
میلمه
سوله ،اوربند

جمیل صاحب په زړه پوری تحلیل ،خو بیلکل خیال پلو،پاکستان د ډالرو ،یورو خوند څکلی دا څکلی خوند به هیڅ کله ،په بی ارزښته لیره.ین.او روبل بدل نه کړی.پاکستان به ډیر زر لیلام (دانسانانو خرڅ) شروع کړی،لکه مخکی کالونو کی یی چه بن لادن او عزام او داسی نور په نا چیزه بیه ،مګر په ارزښتناک ډالر وپلورل شول،