fbpx

وفادار مومند د ټپي کېدو له امله د اسیا جام سیالیو څخه بهر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی وفادار مومند د ټپي کېدو له امله د راتلونکو اسیا جام سیالیو څخه بهر شو.

وفادار مومند چې په لومړي ځل د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره انتخاب شوی و په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتو پر مهال په ملا ټپي شوی چې د ډاکټر له لورې ورته د شپږ اوونیو د ارام سپارښتنه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې د وفادار مومند پرځای بل ځوان چټک توپ اچونکي محمد یامین احمدزی چې په نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه شتون درلود ته ځای ورکړي.

وفادار مومند او یامین احمدزي تر دې دمه د افغانستان ملي لوبډلې لپاره یو ورځنۍ سیالۍ نه دي ترسره کړي، خو د هندوستان پر وړاندې په یوازینۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې یې ګډون کړی و، چې د ښې توپ اچونې له امله اوس د کرېکټ بورډ تر نظارت لاندې دي.

له تېرې ډیرې مودې راهیسي د افغانستان کرېکټ لوبډلې یو شمېر چټک توپ اچونکي له دا ډوله ستونزو سره مخ کیږي، په لومړي سر کې حمید حسن دی چې د څو کالونو راهیسي د ټپونو له امله د لوبډلې برخه نشي ګرځېدلی.

همدا ډول شاپور ځدراڼ د څو میاشتو راهیسي د تداوۍ لاندې دی چې په لوبډله کې ګډون نشي کولای، سربېره پر دې د ملي لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکی دولت ځدراڼ د بنګلدیش سره د سیالیو نه وړاندې ټپي شوی و چې د شپږو اوونیو لپاره ورته د ارام سپارښتنه شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ به د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه پېل او په ۲۸مه نېټه پای ته رسیږي چې ټولې به ۱۳ سیالۍ ولري او د عربي اماراتو په ښکلو لوبغالو کې به ترسره شي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې په ۱۷م سپتمبر پېل کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د