په تشه معده له دغو پنځو کارونو ځان وساتئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): ویل کیږي «معده د ناروغۍ کور دی»، نو له همدې کبله انسان ته په کار دي چې د معدې په روغ ساتلو کې ښه پاملرنه وکړي، او په هغه وخت کې چې معده تشه وي له ځینو کارونو کولو ځان وژغوري.

د لوږې پر مهال انسان له ډیرو کارونو کولو عاجزه وي، ذهنا نا ارامه وي، یو شي ته په سمه توګه پاملرنه/تمرکز نشي کولای، د ګرځېدو جوګه نه وي، او داسې نور..  خو پوهان په تشه معده د ځینو کارونو نه کولو توصیه کوي چې په لاندې ډول دي:

ویده کېدل

د شپې په نهاره ویده کېدل مو خوب اغیزمن کوي، په سمه توګه او ارام خوب ته مو نه پریږدي، چې له کبله یې بیا د ورځې په اوږدو کې د ستومانتیا او نارامۍ احساس کیږي، همدا ډول د شپې په تشه معده ویده کېدل په راتلونکې ورځ د ډیر خوراک لامل کیږي چې د وزن زیاتېدو ګواښ لوړوي، د ښه او ارام خوب لپاره د شپې لخوا یو ګیلاس ګرمې شیدې څښل اړین دي.

بحث مه کوئ

کوښښ وکړئ په تشه معده له ملګرو سره خبرې اترې ونه کړئ، ځکه چې د لوږې پرمهال د انسان تمرکز بل خوا وي، د ښه بحث او خبرو لپاره بدن انرژۍ ته اړتیا لري، چې د نه شتون پروخت انسان ښه او رغنده بحث نشي کولای، همدا ډول انسان د لوږې پرمهال زغم، صبر  او حوصله له لاسه ورکوي چې په وړه خبره سترې ستونزې رامنځته کېدلای شي.

سودا کول

کوښښ کوئ په تشه معده بازار کې سودا مه اخلئ، دا مو بېځایه او له اړتیا زیاتو شیانو اخیستلو ته اړ کوي، ښه به دا وي چې د سودا اخیستلو نه وړاندې مو یو څه اندزاه خوراک کړی وي، تر څو مو بدن انرژي ولري او د سم او ناسم شي ترمنځ ښه توپیر وکولای شئ.

درمل خوړل

په عام ډول هر درمل تیزابیت لري، ډیر کم داسې موندل کیږي چې ډاکټر دې د معدې ناروغ پرته له خوراک وړاندې د ګولیو خوړلو ووایی، د درد وژونکي درمل لکه پرستامول او ایبوپروفن، د هر څه نه وړاندې خپل اثر له منځه وړي، خو په معده اثر کوي او آن چې نږدې وي معده وینې کړي! په کار ده چې د ګولئ خوړلو نه وړاندې یو څه حتما وخوړل شي، ولو که یو مړۍ ډوډۍ هم وي.

ژاولې ژوول

ژاولې ژوول د هاضمې سیستم ښه کوي، خو هغه مهال چې معده تشه وي او د ژاولې ژوولو کوښښ وکړل شي، په بدن کې د خوړو هضمولو ایسډ رامنځته کیږي، دغه ایسډ که څه هم د هاضمې لپاره ګټور دی خو د معدې تشوالي په صورت کې ددې نورې برخې زیانمنوي او د ګاز رامنځته کېدل هم شونې کوي.

همدا ډول ویل کیږي چې په تشه معده ورزش کول هم بدن ته ګټور نه دي، ځکه چې د انسان معده سهار اذانو سره انرژۍ ته اړتیا لري، خو که ددې د پاسه ورزش هم پېل شي نو څرګنده ده چې منفي اغیز کوي او په پایله کې د بدن غوړ د کمېدو پرځای په خپل حال پاتې کیږي، باید له ورزش وړاندې کم خو انرژي لرونکي خواړه وشي.