د مولانا جلال الدين حقاني رحمه الله د وفات په اړه د قاري محمودشاه او قاري الهام الدين غمرازي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وږي، ۱۳۹۷ل):د جهاد نښه، د علم بېلګه، د تقوی نمونه او د فکر څلی الحاج مولانا جلال الدين حقاني د مبارزې ستړي ژوند سره مخه ښه وکړه. نيمه پېړۍ ژوند یې په عملي جهاد کې د مرګ تر مورګو ورساوه.

حقاني صاحب موږ د جهاد له اوايلو پېژاند. د جهاد له پيله د خالص بابا ملګری و او پاتې شو. خالص بابا او حقاني صاحب د جهاد، دوست او دښمن په اړه د راڼه او ثابت دريځ څښتنان ول. د موقف او قضيې سړي ول. عميق او دراک عالمان ول.

الله تعالی دې د حقاني صاحب علمي، جهادي او اجتماعي خدمات قبول کړي. الله تعالی دې د حقاني صاحب برکات پر زامنو، ملګرو او لارويو نازل کړي. اللهم لاتحرمنا اجره ولا تفتنا بعده!

قاري محمودشاه او قاري الهام الدين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د