fbpx
جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

پوره که مې د زړۀ دغه ارمان شي ډېر به ښۀ شي
دا ژوند چې مې په تا باندې تاوان شي ډېر به ښۀ شي

چې نور نو دا یو نیم د ځناورو عادت پرېږدي
انسان چې د انسان غوندې انسان شي ډېر به ښۀ شي

جانان چې د لیلې په ټنډه خال شي خوند به وکړي
آزاد چې دا شېرین افغانستان شي ډېر به ښۀ شي

مئین چې له مئین سره روان شي ډېر به ښۀ شي
او واړه غمازان خپلو کې وران شي ډېر به ښۀ شي

د ښار کوڅې چې ډکې شي له نوو زده کوونکو
پخلا چې دا خفه خفه یاران شي ډېر به ښۀ شي

د کلي مدرسې او جوماتونه چې ودان شي
راټول پکې بیا تک سپین طالبان شي ډېر به ښۀ شي

له مېنځه چې مو وَوُځي پردي پردي لاسونه
په یوه ټغر راټول. ټول افغانان شي ډېر به ښۀ شي

وطن خو د قومونو شریک کور دی “خدرخېله”
چې یو شي او له یو بل نه قربان شي ډېر به ښۀ شي

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د