fbpx

د شوروي ماتونکي مجاهد په یاد

استاد زمان مزمل

پرون مو په خواشینی خبر واخیست چی مولوي صاحب جلال الدین حقاني خپله نا ارامه ارواح حق ته تسلیم کړه انا الله وان الیه راجعون.

محترم حقاني صیب د افغانستان په سطحه د ګوتو په شمار هغو لویو مخکښو مجاهدینو نه وه چی د افغانستان قضیه یی د شوروي د لښکرو سره د عملي جنګ په میدان کې چلینج او فتحه یې معماري کړه .

هغه همداسې د مولوي صیب خالص بابا په تنظیم کې هغه تر ټولو نامي او مخکښ مجاهد وه .

پکتیا او پکتیکا چې د شوروي د وخت د جهاد ځانګو وه او د مجاهدینو د اکمالاتو ویاړلی شارک وه محترم حقاني صاحب ددغی پکتیا په تاریخ کی تر ټولو مخکښ مجاهد وه چې د حقاني صاحب پرته د شوروي وخت جهاد او د پکتیا د خلکو ملي قیام تاریخ نشي بشپړیدی. هغه نه دا چې د افغانستان په سطحه یی خپل وزن او نوم درلود، هاغه د هغه مهال د جهادي قلمرو په سطحه یو نړیوال شخصیت وه .

ددې تر څنګ چې د بهرنیو اشغالګرانو پر ضد یو تر ټولو سپین او په ځای ولاړ ملا وه هغه د کورني جنګ په مهال د یو مصلح ملا هغه امتحان ورکړ چې زما غوندې ډیری خلک نشي کولای چې د هغه په مرګ خپل تأثر او د هغه دوستانو ته د تسلیت نه په شا شي.

حقاني صیب تر هر چا مخکې او تر هر چا اوږد له اشغالګرانو سره وجنګید ولی د اشغالګرانو د هیبت تصویر ددغه مجاهد ملا سترګو او زړه ته لاره پیدا نکړه ، او پخپله فتحه یې د باور په مراد وجنګید.

که د محترم حقاني صیب مصلحانه او د سولې په اړه جامع جدوجهد ته د وخت جنګي طرفونو غوږ نیولی وای ډیر هغه څه چې پېښ شول او تر ټولو ترخه تحولات یې تر شا راغلل دا به هیڅ نه وو پیښ شوي او یا به په دغسی ډول د یو بل لوی جنګ چې ناټو هم پکې ستړی شوه زمینه نه وه برابره کړې.

اوس هم موږ د وخت کابل او مخالفینو ته یې وایو چې که د سولې په رابطه دواړه طرفه د متوازیې تفاهم غولي ته راښکته شي نه به بهرنیان پاتي شي او نه به د کونډو او یتیمانو دغه روان ناورین ورځ په ورځ زموږ شاته ننګین تاریخ جوړ کړي.

په افغانستان کی د ملي وحدت او سولې په هیله انا الله و انا الیه راجعون.

ګډې وډې په هر چا راځی منم دا
خو چې ته پکې افغانه لږ زرنګ وای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د