fbpx

که ټول عمر ځواني، ښکلا او روغتيا غواړئ دا لس خبرې عملي کړئ!

ژباړه: فضل باري مشفق

روغ صحت د الله (ج) له سترو نعمتونو څخه دی او د روغتيا قدر کول په کار دي او پخپل روغ صحت شکر ايستل په کار دي، که تاسو چېرته په دغو لاندې څو خبرو عمل وکړئ نو د ژوند تر اخره به روغ او صحتمند يئ.

لومړی: د شپي وختي ويده کيږئ!

د شپې وختي ويده کېدل د انسان د روغتيا لومړی راز دی، که غواړئ چې ټول ژوند کې خوشاله او صحتمند واوسې نو د شپې وختي ويده کېږئ.

دوهم: سهار وختي راپورته شئ!

سهار وختي پورته کېدونکی انسان به هيڅکله تاسو ناروغ نه وي ليدلی، سهار وختي پورته کېدونکي انسان باندې د الله (ج) خاص نور او رحمت رانازليږي، دغسې کسان به هر وخت ځوان، ښايسته او صحتمند وي.

دريم: سپورت وکړئ!

سپورت وکړئ او يا پلی مزل وکړئ، ځکه چې سپورت روغتيا ته ډېر ګټور دی، سپورت کوونکی انسان د اتيا کالو په عمر کې هم ځوان ښکاري.

څلورم: د سهار چای او د شپې ډودۍ وخورئ!

د سهار چای او د شپې ډوډۍ هيڅکله مه پرېږدئ، که د ورځې هيڅ ونه خورئ مګر د سهار او ماخستن خواړه هيڅکله مه پرېږدئ او د ا د ژوند ضروري برخه وګرځوئ.

پنځم: پنځه وخته لمونځ په پابندئ سره وکړئ!

څوک چې په پابندۍ سره پنځه وخته لمونځ کوي، دغه انسان به هر وخت ځوان، ښايسته او صحتمند وي، له دې سره الله (ج) هم خوشاليږي او انسان هم روغ او سلامت وي او هم د دنيا او اخرت خير په کې دی.

شپږم: قيلوله وکړئ!

د غرمې له ډوډۍ نه وروسته د لږ وخت له پاره ارام کولو ته قيلوله وايي چې دا د رسول الله (ص) سنت هم دی، لږ تر لږ له لسو څخه تر شل دقيقو پورې خپلې سترګې د ارام او خوب په نيت پټې کړئ، دغه خوب او ارام د روغتيا له پاره ډېر ګټور دی.

اووم: هر ډول نشه کول پريږدئ!

که چېرته تاسو له خپل ژوند او روغتيا سره لږ مینه هم لرئ نو هر ډول نشه، سګريټ، نسوار، چرس او نور نشه يي توکي پريږدئ، ځکه چې نشه د روغتيا دښمنه ده.

اتم: اوږدې اوږدې ساه ګانې واخلئ!

سهار وختي اوږدې اوږدې ساه ګانې واخلئ، له دې سره د انسان په صحت او داخلي تنفسي سيستم ښه تاثير غورځيږي او انسان له ګڼو ناروغيو څخه بچ کوي، دغه طريقه کوونکي خلک هميشه ځوان، صحتمند او تندرست ښکاري.

نهم: په الله تعالی توکل وکړئ!

که تاسو په هر لحاظ ښه روغتيا او سالم بدن ولرئ نو بيا هم په الله (ج) توکل وکړئ، هر څه چې الله (ج) انسانانو ته په تقدير کې ليکلي وي هغه به حتماً ورته رسيږي، څوک چې په الله (ج) توکل نه کوي په پرېشانيو او اندېښنو کې راګير کيږي، روغتيا يې خرابيږي، په الله (ج) توکل کوونکي انسانان هيڅکله نه خرابيږي.

لسم: خوشال اوسه، غمونه او فکرونه پرېږده!

هر وخت خوښ اوسېدونکي خلک تل روغ او ځوانان وي، په غمونو، فکرونو او پرېشانيو کې راګير انسان ژر بوډا کيږي او روغتيا ته يې زيان رسيږي، د خپل ځان د خوشالۍ له پاره پوره پوره کوشش وکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د