د نن ټکي اسيا پر يوه خبر باندي څو خبري

ابوالوفاء

له بده مرغه پر افغانستان باندي د روسيې د نيواک پرمهال چي د ګران هيواد افغانستان پتمنو خلکو د هيواد د خپلواکۍ د بيا ګټلو لپاره وسلې ته لاس کړ خپل ځانونه، اولادونه، خپلوان، کور کهول او شتمنۍ او ډېرو پښې او لاسونه او نور ډېر څه له لاسه ورکړل، خو په دې اوږد مهالې غميزه کي امريکايانو، انګرېزانو، پاکستانيانو، ايرانيانو او نورو زموږ هيواد ته د ډول ډول مداخلو لاسونه را اوږده کړل، خپل ـ خپل اجيران او ګومارلي يې د مجاهدينو او جهادي ګوندونو د مشرانو او دې او هغه په نومونو د رښتيانيو او د سنګرونو د پاکو، سپېڅلو او اتلو مجاهدينو پر اوږو سپاره کړل او د هغو واګي يې په لطايف الحيل او د استخباراتي او جاسوسي سازمانونو له لاري د دغو عناصرو په لاسونو کي ورکړې. په دې بهير کي ولس تر بې وزلو بې وزله او ځپلی ځيځېرلی سو، هيواد په کنډواله بدل سو او د نړۍ د تمدن له کاروانه د کلونو کلونو لپاره پر شا وتمبول سو. خو په دې ناخواله او ويرجن حالت کي د پرديو غليمو هيوادونو دغه يوه ډله ګومارلي هر يو د پاچهانو غوندي د دربارونو او دفترونو څښتنان سول، د هيواد او هيواد والو په وير او مرګ ژوبله او وراني کي يې خولۍ په غوړو کي سوې، دلته به يې بايسکل نه درلود، خو هلته يې فيجارو ګاني تر پښو لاندي وې. پر شاهانه عيش اونوش سربېره يې دغوني شتمنۍ ټولي کړې چي د دوی کړوسيان به يې لا نه کړي خلاصي.

کله چي د روسانو تر ماتي وروسته دغه عناصر افغانستان ته راغله د قدرت پر سر يې هغسي جنايتونه وکړل چي تاريخ نه دمخه ليدلي ول، نه به يې وروسته وويني او نه به ټول په کتابونو کي ځای سي.

کله چي طالبان د دغو جنايتکارو توکو پر ضد را پاڅېدل د افغانستان خلکو په دې جګړه ځپلي او کنډ وکپر او په هره برخه کي سپېره او نيستمن هيواد کي يو څو وخته د آرامۍ او هوسايی سا واخيسته، خو تر څه مهال وروسته بيا همدغي امريکې چي پخوا يې ځان په درواغو د افغانستان د خلکو او جهاد دوست او ملګری باله، پر دې جګړه ځپلي او بې وزلي هيواد حمله وکړه او ويې نيوی، دغه تاريخي جنايتکاران چي په پرديو ملکونو کي د خلکو او طالبانو څخه پټ ګرځېدل، بيا را پاڅېدل، د خپلو پخوانیو ولي نعمتانو په چوپړ کي ودرېدل، هر ډول خدمتونه يې ورته وکړل، هيوادوال يې هم ښه وځپل، په تاريخي خواريو يې اخته کړل او په عين حال کي يې داسي سيسټماټيک لوټمار او مافيايي، غلاوي، غصبونه او جنايتونه وکړل چي که دوسيې ورته واچولي سي څارنوالان به يې په کلونو کلونو په تحقيق مصروف او ستړي وي.

د دغو عناصرو شر، فساد او غلاوو د افغانستان نوم سره نيڅۍ کړ. آخر يو خو د دوی خپل باداران تر پوزي ځني راغله او بل يې هغه کارونه چي په دوی يې کول، وکړل او چي نور نه وه په کار او يا داسي فاسد سوي ول چي نور د هيڅ ورهني نه وه، نو يې لکه ام چي څوک وزبېښي او مندکه او پوست يې د خځلو پر کوټه وغورځوي، دغسي يې وغورځول او خپل نور نوي روزلي او لاسپوڅي يې د دوی پرځای په کار واچول.

اوس چي دغو کسانو ځانونه بې چاره او هيچکاره وليدل. ډول ډول منډي ترړي يې پيل کړې، د روس، چين، هند، ايران، ترکيې اونورو هيوادونو د سفارتونو او جاسوسي سازمانونو دروازې يې څو ـ څو ځله وروټکولې، د وطن د غليمانو او غلا او ښکاره په پيسو يې په ډول ډول تجارتي او بې محتوا توخالي نومونو تش په نامه ګوندونه او سازمانونه رامنځ ته کړل. هرڅه غورځي پرځي او ګواښونه چي يې وکړل، او هرڅوني لافي شافي چي يې ووهلې نه يې بادار سر په ګراوه او نه د بادار نوو قدرت ته رسېدلو لاسپوڅو څه سترګه ځني وخوړل. آخر دغه په خپلو منځو کي هم سخت سره بدورده او په اصطلاح بې امته پيغمبران آني او سمدستي مصلحتونو سره يو ځای کړل او د دوی په اصطلاح يې ”لوی ايتلاف“ رامنځ ته کړ. چي اصلاً د کيفيت او ماهيت له پلوه مازي په نامه لوی ايتلاف دی او په متن او محتوا کي هيڅ هم نه لري. له دغو عناصرو څخه که څه هم ځيني کسان د دغه ايتلاف له آدرسه د کابل اداره کله کله په بې خلطې فيرونو او د خولې په تشو خبرو ګواښي، خو په حقيقت کي وس او قدرت نه لری. ځکه دوی نه د خپلو خلکو ملاتړ لري او نه له بهره کوم د يادوني وړ کومکونه ور سره کيږي.

دوی د دغو د خولې خبرو په لړ کي په دې وروستيو ورځو کي دا ډنډوره هم پرلار واچول چي د کابل اداره د سولي د خبرو لپاره د طالبانو په راماتولو کي ناکامه ده، ځکه يې نو پرځای موږ د طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره پلاوی چمتو کوو. اوس دادی نن ټکي آسيا په دې هکله (د افغانستان سیاسي ګوندونه: له طالبانو سره به ډېر ژر پر سوله وغږېږو) تر سرليک لاندي خبر خپور کړ.

په دغو په اصطلاح ايتلافيانو کي ډېری هغه کسان دي چي زموږ ټولني او نړۍ والو ډېر ښه پېژندلي دي. زموږ خلکو او د نړۍ استخباراتي سازمانونو اوس له ځانونو شړلي او استفراق کړی دي. د هریوه منفي اعمال او سوانح هم افغانانو ته او هم بهرنيو استخباراتو ته ډېر ښه معلوم دي. پر دې وو نه دا چي ملت هيڅ باور نه لري، بلکي ملت هغه مهال ته سترګي پر لار دی چي د دوی هر يوه ته دوسیې واچول سي، لاسونو او پښوته يې بېړۍ او ولچک، ولوېږي، څو موده د جيلخانو مېلمانه وي او بيا هر يو د خپلو بدو کړنو له امله په دار وځړيږی.

دوی چي ډول ډول ملي خيانتونه کړي او د پردو او ملت له شتمنيو څخه په غلاوو، د هيواد په دننه او بهر کي د شتمنيو او ارګاه او بارګاه څښتنان سوي دي او د خلکو، هيواد او طالبانو په وړاندي يې ډول ډول نامردۍ او جنايتونه کړي دي اوس په کومو سترګو او په کوم صلاحيت او د خلکو په کوم استازيتوب د طالبانو سره پر سوله ږغيږي. دوی خو د دې ترڅنګ چي د خلکو رښتياني دښمنان دي، په افغانستان کي د دې ټولو بدمرغيو لاملين دي او سوله خو دمخه همدا دغو عناصرو تخريبول او سبوتاژ کوله. که د سولي ډيالوګ احياناً بين الافغاني کيږی، نو دوی خو نه خپل هويت (افغانيت) ساتلی دی او نه د افغانانو نماينده ګي کولای سي او نه د سولي په هکله د کوم کار او هلو ځلو سوابق لري. دغه د ملت قاتلان او د ګران او خواږه هيواد ورانوونکي خو په بين الافغاني مذاکراتو کي په هيڅ وجه ګډون نه سي کولای. دوی د دوی له ځانونو پرته په افغانستان کي د څه صلاحيت لري؟ دوی څه کاره دي؟ دوی چي د افغانستان په دې شوړېدلې اداره کي هيڅ واک او ونډه نه لري، نو دوی د سولي په اړه څه کولای سي؟

د دې هيواد اصلي څښتنان خو د افغانستان زورېدلي، کړېدلي خلک دي ، چي بايد د هغو د رښتيانيو استازو سره خبري وشي اما تر اوسه خو دغه خلک چا نه دي پوښتلي. زه چي پوهېږم ددغو خلکو سره پر خبرو باندي د وخت تر ضايع کولو خو ښه داده چي د کابل د ادارې او د امريکايانو دواړو سره يو ځای خبري وسي، ځکه د افغانستان د چارو واک اوس د دغو دواړو په لاس کي دی او يو شی بايد له هغه چا څخه وغوښتل سي چي په لاس کي يې وي. د دې نورو فالتو حوالدارانو سره تشه ستړې مسې هم هدر ده.

د شريعت له مخي که يو چا کوم جايداد غصب کړی وي او بيا يې هغه (په هر ترتيب چي وي) بل چا ته ورکړی وي. د غصب سوي جايداد اصلي مالک يا يې شرعي او قانوني وکيل پر غاصب باندي دعوه نه سي کولای، بلکي پر ذواليد به دعوه کوی، يعني د هغه چا سره به دعوه کوي چي د دعوې پر مهال يې مدعابه په لاس کي وي.

اوس چي افغانستان په ماهيت امر کي د اصلي غاصب تحت الحمايه او د غاصب د لاسپوڅي ذواليد دی، که له دواړو څخه  د مغصوب غوښتنه وسي او دغه دعوه هم په خپله افغانستان کي وسي، نه د دښمنانو په مغرضانه غونډو کي ښه به وي. له دغو دوو (کابل ادارې او امريکا پرته) د روس، چين، پاکستان او دغو بې واکو کسانو سره د افغانستان د سولی په باره کي خبري هيڅ ګټه نه کوي، بلکي د دغو سره مذاکرې کېدای سي دا خړي اوبه نوري هم خړي کړي.

تبصرې (1)

  • جزاكم الله خير
    طالبان به له دغو غلو،ملي خائنين ،ددين دشمنان،حيوان صفته انسانان او د دجدال د انديوالانو سره أنشالله هيس خبري ونكي أو په لوى لاس به په لستوني كي ماران و نه روزي. دا د مظلومينو سره لوى خيانت دى دا أسفل سافلين بايد تَرليوني سپيانو هم بد وگني
    دا چي د طالبانو تحريك د جيدو علماءو له لوري پر مخ روان دى دوى تر مونژ شه پوهيژي چي سه بايد وكي