د جهادونو او سياستونو دنګ منار ونړيده

م، نجم الرحمن (فضلي)

علماء په هره اسلامي او متدينه ټولنه ډير منل شوی قشر دی په ځانګړي ډول په افغانی ټولنه کې علماء هغه څوک دي چې اولس او ملتونو يې هرې خبرې ته د هو سر ښورولی.

دا خبره هم د يادونې وړ ده چې پيړۍ وړاندې په افغانی ټولنه کې دا مشهوره وه چې علماء له جنګ جګړو او سياستونو سره کار نلري، دا خبره هم پر ځای او هم بې ځايه وه.

پر ځای ځکه وه چې هغه وخت يقينا علماء کرام خاموش او تر جوماتونو محدود پاتې شوي وو، خو د دې خاموشی مطلب هيڅکله دا نوه چې علماء ناخبره يا بې زړه وو.

د ظاهر شاه په وخت کې له قانون سره د علماؤ څه ناڅه ګوزاره کيدله، په دې معنی په ښکاره يې داسې څه نه ليدل چې د دوی خوله ورته جوړه شوې وای.

مګر کله چې د ظاهر شاه د حکومت په پای او د داؤد حکومت په پيل کې داسې څه راښکاره شول چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وو هغه وو چې همدا خاموش قشر يې په جذبه راووست او د انقلابونو لړۍ پيل شوه.

کوم وخت چې داؤد خان د کوداه له لارې اواک ته ورسيد لومړی کار يې په اسلامي غونډو بنديز وو چې ښه مثال يې يواد په ولايتونو کې د دستاربندي په جلسو او د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د هغه وخت د طالبانو لخوا په کلنی جوړيدونکې ميلې باندې بنديزونه وو.

داؤد خان په دې بسنه نکوله، بلکې په عملي ډول يې د مخکښو عالمانو پر نيولو هم پيل وکړ، چې د ده د همدې ګرفت په سلسله کې د هيواد د نورو مشهورو مخکښو او جيدو علماؤ په کتار کې مولوي جلال الدين حقاني هم راوستل شوی وو، او د نيولو يې څو ځلې هڅه هم شوې وه، هغه وو چې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د الهي امر (فتهاجروا) له مخې هجرت او د بل الهي امر (جاهدوا) له مخې په جهاد او مقاومت لاس پورې کړ.

دا چې د جهاد او مقاومت له پيل بيا تر مرګه مولوي جلال الدين حقاني څه ډول جهاد او مقاومت وکړ، څه ډول او څومره جنګونه يې وکړل، څومره قربانی يې ورکړې او څوځلې يې زخمونه برداشت کړل دا زما د وس خبرې ندي، دا د تاريخ کار دی او تاريخ به يې خامخا وليکي.

البته دا حقيقت هيڅوک نشي پټولی چې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د جهاد او مقاومت په دې څلويښت کلنه موده کې هغه څه وکړل د کومو په مټ يې چې ويده پيړۍ راويښه او ويښه پيړۍ يې هک پک حيرانه کړه.

لکه مخکې مو چې وويل پيړۍ مخکې علماء خاموش وو، چې له همدې امله به يوشمير پښتنو په خپلو لنډيو کې ويل (ملا ملا لښکر ده ما مه شميره، ملا ملا تلبر ده ما په دوه شميره).

مګر کوم وخت چې همدا خاموش سيند په جوش راغی نو داسې قهريدلې څپې يې ووهلې چې د ډيرو قهرمانانو تورې يې تر ګنګخړو لاندې کړې او ناڅاپه د پښتنو په خوله راغلل چې (ملا ملا لښکر ده ما په زر شميره).

بل په هره ټولنه په ځانګړي ډول په افغانانو کې دا ډيره مشهوره وه چې ملايان ډير نازک خلک دي، دا خبره يې هم تر يوه بريده پر ځای وه، ځکه علماء په ټولنه کې د منبر خلک دي او طبعي ده چې نازک به وي، ليکن کله چې همدې نازک مخلوق د اسلام او هيواد دښمنانو ته غيږ ورکړه بيا د نازک توب خبره هم تر فولادو ورسيده.

ولې به نوي رسيدلې، آيا مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله هغه څوک نه وو چې په ګارو او سمڅو کې يې له مارانو سره شپې سبا کولې؟

آيا دی هغه څوک نه وو چې د نښترو او څيړليو لاندې يې په ډبرو خوبونه کول؟

آيا د پکتيا د سټو کنډو د دنګو غرونو په پرښو پسې يې د پوندو او قدمونو غوښې پاتې نشوې؟

آيا مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله هغه څوک نه وو چې سرو لښکرو ته يې د سټو کنډو د تکبير په کنده ور وپيژندله؟

آيا دی هغه څوک نه وو چې له سرو لښکرو د هيواد د ازادی بنياد يې د خوست په فتح کولو کيښود؟

له سرو لښکرو سره د جهاد او مقاومت په زمانه کې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله نه يوازې جهادي تګلاره بريالی وساتله بلکې سياسي هلو ځلو يې هم د روسيې ډير پلانونه له خاورو سره خاورې کړل.

د اوسنی يرغلګرې امريکا او ناټو په مقابل کې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله بيا خپل ټوپک پر اوږه او ګرنۍ يې تر ملا وتله او په نه ستړي کيدونکي مقاومت يې لاس پورې کړ.

دا چې د سرو لښکرو په مقابل کې له امريکا او ناټو سره د جګړې بڼه ډيره بدله وه، نو حقاني رحمه الله هم د جګړې اړخ بدل کړ او راغلي يرغلګر يې تر مرګونو بريدونو لاندې ونيول.

لکه څرنګه چې امريکا او ناټو د سمندر او هوا له لارې د بټنو په ذريعه جګړه کوله حقاني هم ډير زر وتوانيد چې د دوی د همدې ټيکنالوجي په مقابل کې د بټنو (ريموټ) جګړه پيل کړي.

لکه څرنګه چې د امريکا او د ناټو توغندي او بمونه د مجاهدينو په مينځ کې چول کيدل حقاني رحمه الله هم داسې زلمي (فدايان) وروزل چې د امريکايانو او متحدينو د کتارونو او بيسونو په مينځ کې وچاودل او دا لړۍ لا روانه ده،چې په نتيجه کې له همدې فرعوني طاقت نه هم د تيښتې لار ورکه کړيده.

د جهادونو او سياستونو دغه دنګ منار د غيرت څومره هسکه غړۍ ګرځوله، امريکا او ناټو چې په ټوله نړۍ کې يې په مقابل کې هيڅوک له خولې د آه باسلو جرئت نشي کولی دغه د غيرټ څلي په خپله يوه وينا کې څومره له غيرتونو ‌ډکه خبره ورته وکړه (امريکايان د صلح او خبرو خلک ندي، د دوی اصلاح کول او لارې ته د راوستلو يوازينی لار د دوی وژل دي اوبس).

لوی خدای تعالی دې خدمتونه ورته قبول کړي، جنت الفردوس يې په نصيب شه، او ځای ناستي ته دې الله تعالی د ډير عمر ورکړي او د ده په قدم د قدم ايښودلو توفيق يې په نصيب شه.

مسلمان او مجاهدين ټول بايد ډاډه وه اوسي ځکه پښتانه وايي (باز خانه بې بازه نه پاتې کيږي)

توکل په خدای

پای