هانګ کانګ عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو اسیا جام ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۷): د ۲۰۱۸م اسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو پایلوبه کې هانګ کانګ لوبډلې عربي اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو اسیا جام ته لار وموندله.

په دغه سیالیو کې شپږ اسیایي لوبډلو ګډون کړی و چې د عمان، نیپال، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، سینګاپور، او مالیزیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، هرې لوبډلې پنځه پنځه لوبې ترسره کړې، چې عربي اماراتو لوبډله په څلورو لوبو ګټلو د فهرست په سر کې راغله خو اسیا جام ته یې لار ونشوه موندلای.

د اسیا جام سیالیو مهالویش، لوبډلې او د لوبډلو نوملړ وار له مخه اعلان شوی خو د یوې کوالیفایر لوبډلې انتظار و چې اوس هانګ کانګ لوبډلې لار وموندله او د پاکستان او هند سره به په ګروپ A کې سیالۍ ترسره کړي.

د اسیا جام غوراوي سیالیو پایلوبه کې لومړی توپوهنه د عربي اماراتو لوبډلې وکړه، چې په ښه توپوهنه یې په ۲۴ اورونو کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا اشفاق احمد ۷۹ زیاتې منډې وکړې.

لوبه د باران له کبله ۲۴ اورونو ته راښکته شوې وه، د ۱۷۷ هدف پوره کولو لپاره هانګ کانګ هڅې وکړې چې بالاخره په وروستي اور کې په ټاکلي هدف پوره کولو بریالي شول او د اسیا جام کوربه لوبډله یې له یادو سیالیو څخه بهر کړه.

د اسیا جام سیالۍ د سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د پاکستان، هندوستان، هانګ کانګ، افغانستان، سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ پېل کیږي، چې لومړۍ سیالۍ به د بنګلدیش او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

هانګ کانګ لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د پاکستان پر وړاندې په ۱۶م سپتمبر ترسره کړي، د یادو سیالیو تر ټولو ستره سیالۍ (پاکستان او هند ترمنځ) به د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په دوبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان به په یادو سیالیو کې د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو سره بخت ازمایي، چې لومړۍ سیالۍ به د سپتمبر په ۱۷مه او دویمه به په ۲۰مه نېټه ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د